مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144782-مقاومتي_ځواکونه_په_سیمه_کې_په_خپلواکه_توګه_عمل_کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.
(last modified 2024-01-15T03:56:13+00:00 )
Jan 15, 2024 08:22 Asia/Kabul
  • مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان پر دې خبرې سره په ټینګار چې د یمن په ګډون، په سیمه کې د مقاومت ځواکونه په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې عمل کوي او د ایران اسلامي جمهوریت هغوی ته امر نه کوي، وویل: د مقاومتي ډلو د چلند نمونه، ډېره د پام وړ ده او د لبنان حزب الله اوس مهال، د صهیونیسټي رژیم د ځواکونو یوه مهمه برخه، له سویلي لبنان سره په شمالي سرحدونو کې بوخته کړې ده.

امیر عبداللهیان د الاقصی طوفان عملیاتو ماهیت ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکا، صهیونیسټي رژیم او ځینو لوېدیځو هېوادونو هڅه وکړه چې د اکتوبر د اوومې نېټې عملیات د یو ترهګریز عمل په توګه معرفي کړي، چې د مقاومت په رغنده ډیپلوماسۍ سره دا ډول لید لوری بدل شو.

هغه څرګنده کړه: صهیونیسټي رژیم په ۱۰۰ ورځو پرلپسې او وحشتناکو بمباریو کې، د څه دپاسه ۲۵ زره فلسطینیانو په تېره بیا د فلسطیني مېرمنو او ماشومانو په وژنې سره، ونتوانېدل چې خپلو اعلان شویو هدفونو ته ورسېږي.

امیر عبداللهیان له صهیونیسټي رژیم څخه د امریکا پراخ ملاتړ، د امریکا ستره تېروتنه وبلله او وویل: اسرائیلي رژیم او ملاتړو یې فکر کولو، چې په لنډه موده کې به حماس له منځه یوسي، چې دا په بشپړه توګه غلطه محاسبه وه.

امیر عبداللهیان څرګنده کړه: البته د ایران اسلامي جمهوریت په غزه کې د اسرائیلی رژیم د نسل وژنې له پیله وویل: جنګ د حل لاره نه ده او مقاومت به په پوره قوت سره عمل وکړي.