عراق ته د ایران په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي په تېرو ۱۰ میاشتو کې عراق ته، د ایران په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې غړي سیداحمد حسیني د دې په بیان سره چې د روان کال تر پایه به د نوي ریکارډ په جوړولو سره، عراق ته د ایران صادرات لس میلیارډ ډالرو ته ورسېږي زیاته کړه: په عراق کې د اسعارو د تامین اود اسعارو د تبادلې په برخه کې د ټولو ستونزو په خلاف، بیا هم دغه هېواد ته د ایراني توکو د صادراتو مخ پر ودې بهیر دوام لري.
حسیني په دې خبرې سره چې عراق اوس هم د ایران د صادراتي توکو دویم مقصد دی، زیاته کړه: عراق ته د ایران د ګازو صادرات په تېرو نهو میاشتو کې په زیات ظرفیت سره ترسره شوي دي.
د ایران-عراق د سوداګرۍ خونې غړي د فولادو برخې، ساختماني او خوراکي توکي عراق ته د ایران د صادراتو اصلي توکي اعلان کړل.
د ګاونډیانو تر منځ تر ټولو د اوږدې پولې (شاوخوا ۱۲۵۸ کیلومتره ځمکنۍ پولې او د ۳۵۱ کیلومتره د اوبو پولې) درلودل، نژادي، تاریخي، ژبني، مذهبي مشترکات، د ګواښونو شتون او ګډې امنیتي او اقتصادي ګټې د ایران او عراق د اړیکو مهم ټکي ګڼل کېږي.
د ایران او عراق د اړیکو پراختیا په وروستیو کلونو کې، د ډېرو کلتوري، سیاسي او مذهبي ورته والي له امله، تل د دواړو هېوادونو د چارواکو د اجنډا په سر کې ده.