د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په اصلاح کیدو ټینګار وکړ
د ملګرو ملتو سرمنشي د امنیت شورا په جوړښت کښې د اصلاحاتو د کیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
انتونیو ګوترش پرون د سویټزرلینډ په داووس کښې د نړیوالې اقتصادي ټولنې په غونډه کښې وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا اصلاحات او د یو نوي وړاندیز ایجنډا د شخړو او نښتو په هواري کښې مرسته او د هغو مخنیوی کولې شي.
ګوترش زیاته کړه: د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې اصلاحات کوې شي مخ په پراختیا هیوادونو ته اجازه ورکړي چې په نړیواله ټولنه کښې خپل غږ ولري.
هغه ټنیګار وکړ چې د امنیت شورا په شان په نړیوال ډګر کښې موجود ارګانونه ۸۰ کاله مخکښې جوړ شوي دي او باید د راتلونکو نسلونو لپاره دوباره راژوندي شي.
ښاغلي ګوترش همداشان په غزې تړانګه کښې د انساني حالاتو د خرابتیا په هکله وویل: نړیوالې ټولنې تراوسه په غزه کښې د جنګ د بندولو لپاره هیڅ نه دي کړي، نړۍ په داسې حال کښې په غزه کښې د روانې جګړې تماشه کوي چې ملکي وګړي په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل شوي او زخمي شوي دي او یا د خپلو کورنیو پریښودو ته اړه شوي او له انساني مرستو هم بې برخې دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي څرګنده کړه: نړۍ د باور او اعتماد له کړکیچ سره لاس او ګریوان ده او د د اعتماد راپيدا کول، د داووس د سږنۍ غونډې شعار دی.