سختې سزاګانې د اسرائیلو رژیم په انتظار دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» په سوریې کښې د ایران د پوځي سلاکارانو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژی نویو جنایتونو ته په غبرګون کښې دغه رژيم ته خبرداری ورکړ سختې سزاګانې به د دغه غاصب رژیم په انتظار وي.
هغه په یوه پیغام کښې په سوریې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران ځواک د پینځه پوځي سلاکارانو د شهادت په هکله مبارکۍ او تسلیت ویلو سره ټینګار وکړ غاصب او تیریګر صهیونیسټ رژیم په یوه ښکاره جنایت کښې په هستوګنه سیمو باندې بمباریو سره یوځل بیا د اسلام له مبارزانو سره د جنګ په لومړیو کرښو کښې خپل پاتې راتلل او بې وسه کیدل نندرې ته وړاندې کړي دي.
د فلسطین په غزې تړانګه کښې پوځي هدفونو ته په رسیدا کښې د صهیونیسټ رژیم په ماتي خوړلو سره دغه رژیم اوس د مقاومت د ځواکونو د قومندانو وژلو ته مخه کړي ده.
په تیرو څو اونیو کښې امریکا او صهیونیسټ رژيم د مقاومت د چورلیز د قومندانانو پرضد ترهګر عملیات ترسره کړي دي.
په سوریې کښې د ایران د سپاه پاسداران ځواک یو مهم قومندان «سید رضي موسوي»، د لبنان د حزب الله د عملیاتو د ادارې مسوول او مشهور قومندان «وسام الوطیل» او د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال «صالح العاروري» د مقاومت په هغو قومندانانو کښې شامل وو چې صهیونیسټ رژیم په خپلو حملو کښې شهیدان کړي دي.