د ایران او پاکستان اړیکي مذبوتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145118-د_ایران_او_پاکستان_اړیکي_مذبوتې_دي
کنعانی په اربیل کښې د موساد په مرکز د ایران توغندوی حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل د موساد په ترهه ګر مرکز د ایران د اقدام هدف د ایران په امنیت تیری کونکو ته سزا ورکول وو ، نه د عراق په ځمکنی حاکمیت حمله.
(last modified 2024-01-22T07:34:27+00:00 )
Jan 22, 2024 11:51 Asia/Kabul
  •  د ایران او پاکستان اړیکي مذبوتې دي

کنعانی په اربیل کښې د موساد په مرکز د ایران توغندوی حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل د موساد په ترهه ګر مرکز د ایران د اقدام هدف د ایران په امنیت تیری کونکو ته سزا ورکول وو ، نه د عراق په ځمکنی حاکمیت حمله.

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی په دې خبرې سره چې د عراق د امنیت او د دغه هیواد له حکومته د ملاتړ لپاره د تهران ژمنتیا ثابته شوې ده، وویل: ایران  د عراق د امنیت، ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر ټولو ستر مدافع او د دغه هیواد د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړی دی .

د ایران پریس  خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند«ناصر کنعانی» نن له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کښې په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل او ویې ویل: نن د فلسطین د مظلوم ملت او د هغه د بی ګناه  ښاریزواو غزې بی پناه خلکو په خلاف د صیهونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو ۱۰۸ ورځ تیریږي  . هغه جنایتونه چې د صهیونیسټی رژیم او د هغه د پیژندل شویو ملاتړو د جنایتونو داوج  ښودنه کوی .

کنعانی  په اربیل کښې د موساد په مرکز د ایران توغندوی حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل د موساد په ترهه ګر مرکز د ایران د اقدام هدف د ایران په امنیت تیری کونکو ته سزا ورکول وو ،  نه د عراق په ځمکنی حاکمیت حمله.

کنعاني د ایران او پاکستان د وروستیوبدلونونو په اړه هم وویل: د ایران او پاکستان اړیکې پیاوړې دي. د ایران د وسله والو ځواکونو په خلاف د  ډیرو جنایتکارانه مخنیې لرونکی ترهه ګرې  ډلې  په ضد اقدام د ایراني ښاریزو د امنیت د ساتنې په چوکاټ کښې ؤ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه د ایران او پاکستان اړیکې پیاوړې، دوستانه او ورور ګلویزې دي. دواړه هېوادونه د یو بل پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار لري ، په عین حال کې د دواړو هیوادونو امنیت یو بل پورې تړلی دی او ترهه ګرۍ  د دواړو هیوادونو لپاره ګډ ګواښ دی ،  وروستۍ پېښه به د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا کمه نه کړي او ښه به دا وي چې څوک له وروستۍ پېښې د ناوړه ګټې اخيستو فکر او طمع ونه کړي . دواړه  لوري  د سفیرانو د فعالیت او د اړیکو د پراختیا لپاره پر خپل هوډ ټینګار لري .

کنعاني د انصاف په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټي غاصب رژیم پرضد په  دعوا کولو کښې د جنوبي افریقا د حکومت له مسئولانه، باعزته، زړورتیا او بشردوستانه اقدام هم ملاتړ وکړ او ویې ویل: ایران په دې اړه د جنوبي افریقا حکومت ته خپل سیاسي نظر څرګند کړی دی.