ایران کښې د نړۍ د هیوادونو د کارټونونو نندرتون وشو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «روغتون جنګي سیمه نه ده» په نوم د کارټونونو نندرتون د نړۍ د څلرویشتو هیوادونو د هنرمندانو په اثارو سره د تهران په هنري حوزه کښې پرانیستل شو.
د هنري حوزې د تجسمي هنرونو مدیر «محمد زرویي نصر اباد» روغتون، جنګي سیمه نه ده د نندرتون او د کتاب د مخ کتنې په خبري غونډه کښې چې په تیرې دوشنبې ورځ د تهران په هنري حوزه کښې وشوه وویل د غزې جنګ له ټولو اړخونو نابرابر دی او له رسنیو سره یوځاې د دغه جنګ هنري اړخ باید ښکاره کړې شي.
زرويي نصر اباد زیاته کړه تجسمي هنرمندان د کلتوري جبهې مخکښان دي او په تر ټولو لنډه موده کښې یې اغیز شیندونکي ځوابونه لرلي دي.
د هنري حوزې د تجسمي هنرونو مدیر زوریي نصر اباد په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران هنرمندانو تراوسه د غزې د جنګ په هکله ډير اثار خلق کړي دي وویل د دغه نندرتون د توپیر ټکی دا دی چې یوازې پکښې د خارجي هیوادونو د هنرمندانو اثار نندرې ته وړاندې شوي دي چې ووايي د دنیا د ټولو هنرمندانو روح داغي شوی او د فلسطین د ملت د مظلومیت په هکله یې اثار خلق کړي دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د هنرې حوزې مشر اکرم صدیقي هم په دې خبرې سره چې روغتون یوه جنګي سیمه نه ده شعار په بشري حقوقو او دنیا کښې یو منل شوی اصل دی وویل کله چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم په غزې تړانګه کښې په روغتونو باندې بریدونه وکړل نو هنرمندان اندیښمن شول او هغوې هنري اثار راوپنځول.
د ایران د اسلامي شورا د فلسطین د انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس مشر« سید مجتبي ابطحي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غزې د شهیدانو قیصه ختمیږي نه وویل د مقاومت په جبهې کښې د رسنیو بلوغ ښکاره شوی او صهیونیسټ رژیم یوازې څلور ورځې په میدان کښې بریالی و او په دغه ادراکي جنګ کښې د فلسطین مقاومت ډلې بریالۍ شوې.
دغه نندرتون هم د دغه لارې پیلیدل دي او هغه په یوه نړیوال کارنیوال بدلیږي.