د اسرائیلو رژیم په غزې کښې ماتي خوړلي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145308-د_اسرائیلو_رژیم_په_غزې_کښې_ماتي_خوړلي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب وویل: صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده او هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی.
(last modified 2024-01-26T08:10:27+00:00 )
Jan 26, 2024 12:37 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم په غزې کښې ماتي خوړلي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب وویل: صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده او هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین« محمد جواد حاج علي اکبري» د نن ورځې په خطبو کښې په غزې تړانګه کښې د روانو بدلونونو په هکله وویل د طوفان الاقصی د عملیاتو د یوسل لسو ورځو له تیریدا وورسته ټول خبرونه د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو د ماتي خوړلو او د فلسطین او د غزې د مظلومو خلکو او مجاهدانو د بریالیتوب ښودنه کوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب محمد جواد حاج علي اکبري دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټ رژيم په غزې کښې خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی وویل د فلسطین خلک کلک ولاړ دي او توانیدلي دي صهیونیسټ رژیم ته درنې مرګ ژوبلې او تاوانونه واړوي.

هغه په ایران کښې د پارلمان او د خبرګانو د جرګې انتخاباتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ایران ملت په انتخاباتو کښې په پراخ ګډون کولو سره د دښمانانو ټولې دسیسې شنډوي ځکه چې په انتخاباتو کښې ګډون کول اسلامي ، ملي او عمومي دنده ده.

حاج علي اکبري د ایران د راتلونکو انتخاباتو تر پوښتنې لاندې راوستلو لپاره د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره وویل: په ایران اسلامي جمهوریت کښې انتخابات د نړۍ تر ټولو سالم انتخابات دي ځکه چې انتخابات ولسي بنسټ لري.