د ایران او پاکستان سفیران خپلو ماموریتونو ته ستانه شوي
Jan 27, 2024 03:53 Asia/Kabul
د ایران د بهرنيو چارو دوزارت د سویلي اسيا عمومي مشر رسول موسوي وایي، چې د ايران او پاکستان سفيران بیرته اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي دي.
ښاغلي موسوي د جمعې په ورځ په خپلې ایکس خواله پاڼه کې لیکلي: د پاکستان سفیر مدثر تپیو او د ایران سفیر رضا امیري مقدم په تهران او اسلام اباد کې د خپلو ماموریتونو ځایونو ته ستانه شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا د برخې مشر زیاته کړې چې د ایران او پاکستان خلک او چارواکي خوښ دي چې اړیکې یې بیرته عادي حالت ته راګرځیدلي دي.
ښاغلي موسوي ویلي، چې د ایران او پاکستان "د دوستۍ او ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو د رسنیو مسوولیت ډېر دروند دی. "
ټیګونه