ایران د «انروا» اژانس پرضد تورونه په کلکه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145422-ایران_د_انروا_اژانس_پرضد_تورونه_په_کلکه_وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار موندنې د اژانس «انروا» د کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې او د اسرائیلو له دغو ادعاګانو سره د ځینو هیوادونو چې اکثره یې اروپایان دي ملګرتیا کول وغندل.
(last modified 2024-01-28T22:09:32+00:00 )
Jan 29, 2024 01:32 Asia/Kabul
  • ایران د «انروا» اژانس پرضد تورونه په کلکه وغندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار موندنې د اژانس «انروا» د کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې او د اسرائیلو له دغو ادعاګانو سره د ځینو هیوادونو چې اکثره یې اروپایان دي ملګرتیا کول وغندل.

هغه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار د موندنې د اژانس «انروا» د ځینو کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د ادعاګانو په غندلو سره دغه ادعاګانې د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم د بشري ضد اقداماتو په بشپړیدا کښې یو بل ورانکار اقدام وباله.

ناصر کنعاني زیاته کړه په «طوفان الاقصي» عملیاتو کښې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار د پیدا کولو د اژانس« انروا» د یوشمیر کارکونکو د ملاتړ د رول په اړه د صهیونیسټ رژيم ادعاګانې یوازې په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د فعالو نړیوالو بشر دوستانه ارګانونو پرضد د دغه رژیم د محدودونکو اقداماتو د توجیولو او د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د جنګ له پیلیدا راهسې د انروا په شمول د نړیوالو موسسو د کابو پنځوسو کارکونکو د وژلو د ویرونکي او د بې ساري جنایت له ترسره کولو د صهیونیسټ رژیم د تبرئه کولو په هدف سره دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني  دغه راز د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو د کار د پیدا کولو د اژانس« انروا» د کارکونکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د ادعاګانو په پلمه له انروا سره د مرستو په غوڅولو کښې د نهو اروپايي هیوادونو اقدام خواشینونکی وباله او ویې ویل دا ډول غبرګون عملا د داسې جنایتکار رژیم د ادعاګانو د منلو په معنا دی چي د انصاف د نړیوالې محکمې د صادر شوي حکم پراساس د فلسطینیانو په نسل کشۍ تورن دی او اسرائیل باید دغه محکمې او د دنیا عمومي افکارو ته ځواب ویونکي ووسي.

د ایران د خارجه وزارت ویاندناصر کنعاني  وویل ښه خبره دا وه چې اروپايي هیوادونو له انروا سره د خپلو مرستو د بندولو پرځاې له صهیونیسټ رژیم سره خپلې وسله والې مرستې او له دغه جنایتکار رژیم څخه خپل سیاسي ملاتړ بندولای.

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د دنیا ټولو هیوادونو ، ازادي غواړو ملتونو او په تیره بیا اسلامي هیوادونو ته بلنه ورکوي چې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د وروستۍ بیړنۍ غونډې د نهايي بیانیې په چوکاټ کښې د اسرائیلو د ښکاره ظلم په مقابل کښې په دریدا سره دغه غیر انساني اقدام چې هدف یې د فلسطین د خلکو په زوره کډوالول او په غزې تړانګه کښې د خلکو د ارادې له ماتي سره مخامخ کول دي ناکامه کړي.

له امریکا وروسته تراوسه د بریتانیا ، د جرمني ، د ایټالیا ، د کاناډا ، د اسټرالیا ، د فینلینډ او د هالینډ په شمول اوو نورو هیوادونو له انروا اژانس سره مالي مرستې بندي کړي دي داسې اقدام چې د فلسطین خلکو ورباندې اعتراض کړی دی.