Jan 31, 2024 12:31 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود نن د امام خمیني ره مزار ته ورغی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د سباوون د لسیزې په درشل کښې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه حرم او «ګلزار شهدا» ته ورغی.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي حرم کښې د فاتحې په لوستلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر او د هغه د یادګار یاد او خاطر ولمانځله.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په اتمه نیټه د چنګاښ د میاشتې د اومې( هفت تیر) نیټې د پیښې او د لومړي وزیر د دفتر د شهیدانو مزار ته ورغی او د شهید بهشتي ، د شهید رجايي ، د شهید باهنر او د هغو د ملګرو یاد او خاطره یې ولمانځله.

په هغو شهیدانو کښې چې حضرت ایت الله خامنه اي یې  قبر ته ورغی شهید «محمد امین صمدي» شامل و چې څه موده مخکې د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د صهیونیسټ رژيم په حملې کښې شهید شوی و.

 

Image Caption

 

ټیګونه