Feb 01, 2024 15:05 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي انقلاب د سباون لسیزې پیل

د ډيرو شنونکو په اند د ايران اسلامي انقلاب د شلمې پيړۍ په دويمه نيمايي کې تر ټولو مهم او تر ټولو ستر انقلاب ګڼل کيږي او کله چې نړۍ د ختيځ او لويديځ د دوو زبرځواکونو تر منځ ويشل شوی وه ، د ايران د خلکو انقلاب د نه ختیځ او نه لویدیځ په شعار او د امام خمیني (رح) په مشرۍ د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۲۲ مه بریا لی شو .

نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې سره برابره ده چې په ایران کې د اسلامي انقلاب د سباوون د مبارکې لسیزې له پیل سره سمون خوری.

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه (د ۱۹۷۹ میلادي کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه) د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) له هیواده له پنځلس کلنې جلاوطنۍ وروسته د اسلامي ایران د خلکو د پراخ هرکلی په مینځ کې د ایران په خاوره قدم کیښوده . ایران ته له رسیدو لس ورځې وروسته د ۱۳۵۷ کال دسلواغې  د میاشتې په ۲۲ نیټه (د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ ۱۱) د ایران ستراو پرتمین  اسلامي انقلاب بریالی شو. له همدې امله د سلواغې له دولسمې نیټې چې امام خمیني (ره) ایران ته راستون شو ، دسلواغې  د میاشتې تر ۲۲ نیټې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده، سباون  لسیزه بلل کیږي. د اسلامي انقلاب د بري په مناسبت  هرکال ځانګړي جشنونه او مراسم په دې ورځو کې ترسره کیږي. په همدې مناسبت پرون (چهارشنبه) د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د سباون لسیزې  په مناسبت د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تېرو کلونو په شان  د حضرت  امام خمیني (ره) او ګلزار شهدا کی شتون پیدا کړ او د قرآن کریم په تلاوت او لمانځه په ترسره کولو سره د امام راحل  یاد او خاطره  ولمانځله.

همداشان د سباون  لسیزې او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې په مناسبت، پرون سهار د ایران په ټولو ښوونځیو کښې د «اسلامي انقلاب ټلۍ » و غږ ول شوه.

د سلواغې ۱۲مه له باچا رژیم سره  د ایراني ولس په مبارزو کې د بدلانه پیچومې دی چی  ایران ته د امام  راحل له راتګ په لسو ورځو کې دباچا له رژیم د امریکا او لویدیځ له ملاتړ سره سره د ایران د ولس پاڅون بریالی شو. حضرت  امام خمیني (ره) ایران ته د ستنیدو په لومړۍ ورځ په  بهشت ​​زهرا  کښې د اسلامي انقلاب د شهیدانو د یاد په درناوي سره یووالی د ایران د ملت د بریالیتوب رمز وباله  او د دښمنانو په تیره بیا د امریکا د ستری شیطانې  دسیسو په وړاندې یې په هوښیارتیا ټینګار وکړ. اوس چې د اسلامي انقلاب له برياليتوبه پینځه  څلويښت کاله تير شوي دي، امريکا هماغه راز  هڅه کوی  په دسيسو  او له دښمنانو په ملاتړ سره د ايران اسلامي جمهوريت کمزوري کړي . خو د ایران خلک چې د ایران په خلاف د عراق د اته کلنې جګړې په شان د دښمنانو د دسیسو په ماتولو سره له سختو او برخلیک ټاکونکیو ورځو تېرې شوی دی ، اوس هم  د خلکو په یو زړه والي  ، اتحاد او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لارښونو سره د اسلامي انقلاب  د اهدافو د پرمختگ په لاره کښې په دې کلونو کښې  ګام پورته کوی . د ایران ملت په دې کلونو کې په  هوښیارۍ سره وښودله چې هیڅکله به دښمن ته اجازه ورنکړی چې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږی او دغه شاخص د اسلامی انقلاب د استقامت او غوړیدا مهم دلیل دی چې د امریکا له ټولو دسیسو او بندیزونو سره سره دوام لری او  په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې یی د ایران د ملت عزت او اقتدار زیات کړی دی. په حقیقت کښې اسلامی انقلاب او له هغه رامینځته شوی نظام له ټولو مشکلاتو سره سره په تیرو ۴۵ کلونو کښې لا پیاوړی او جرړه لرونکی شوی  او راتلونکی د افق یې ښیي چې دا به له دې وروسته هم همداسې دوام وکړي.

د ډيرو شنونکو په اند د ايران اسلامي انقلاب د شلمې پيړۍ په دويمه نيمايي کې تر ټولو مهم او تر ټولو ستر انقلاب ګڼل کيږي او کله چې نړۍ د ختيځ او لويديځ د دوو زبرځواکونو تر منځ ويشل شوی وه ، د ايران  د خلکو انقلاب  د نه ختیځ او نه لویدیځ په شعار او د امام خمیني (ره) په مشرۍ  د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۲۲ مه بریا لی شو.

د جرمنی د ختیځ پیژندنې موسسې  مشر "یودو اشتاین باخ   د ايران د اسلامي انقلاب د اهميت او په دغه انقلاب کښې د امام خمیني ره  د رهبرۍ د رول په باره کښې وويل: امام خميني د نړۍ ترټولو سياسي معنوی  مشر ، په  یوه جذاب  او کرشماتي شخصیت سره  وواو  د اسلامي جمهوریت ټول ایډیالونه چې د هغو په اساس  جوړ شوي دی، د هغوی په فکرونو کې ریښې لري.

Image Caption

د حضرت امام خمینی (ره) په مشرۍ د ایران اسلامی انقلاب او بیا د حضرت  ایت ا... العظمی سید علی  خامنه ای په مشرۍ په دوام کې  د ایران د ټولنې په مختلفو ډګرونو کښې د اساسی بدلونونو سبب شوی دی. د اسلامی انقلاب بنسټ ایښودونکی حضرت امام خمینی (ره) چې د ایران د اسلامی انقلاب په سخته لاره کې د ایران د ولس د لارښودنې او رهبرۍ دنده په غاړه درلوده، تر دې چې د سلواغی په ۲۲ نیټه یې حیرانونکی او ستر بریالیتوب ترلاسه کړ، په اوسنی  تاریخ کښې بې مثاله شخصیت وو او  د ایران په سیاسي او تاریخی  بهیرونو اساسی اغیز شیندلې دې. اوس چې د ایران او د اسلامي نړۍ د تاریخ کې د دغه ستر شخصیت له رحلته  څه د پاسه څلور لسیزې تیریږي، د حضرت  امام خمیني افکار او لیدتوګې تراوسه هم  د اسلامي جمهوریت ل د نظام لپاره یو څراغ دی. د ایران اسلامي انقلاب د بشریت په تاریخ کې  یوه  مهمه او بې ساري پیښه ده چې د ایران دننه او بهر په مختلفو کلتوري، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو کې یې لوی اثار او کار کړی دی او اوس یې یوه میوه له استکبار او صهیونزم سره په  مقابلې کی د اسلامي نړۍ بسیج  او د مقاومت د جبهې جوړیدل دي چې د هغه د حق غوښتنې نتیجې د سوریې، افغانستان، یمن، لبنان او فلسطین په شمول  د سیمې په ځینو هېوادونو کې وینو.

ټیګونه