د ایران ټاټوبی له خاورې قعطا نه بلیدونکي درې ټاپوګان
(last modified Fri, 02 Feb 2024 09:41:08 GMT )
Feb 02, 2024 14:11 Asia/Kabul
  •   د ایران ټاټوبی له خاورې قعطا نه بلیدونکي درې ټاپوګان

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټينګارکړی دی، د سیمې ټول هیوادونه دې پوهه شی، رسمی او داستناد وړ سندونو،تل د بوموسی، ستر تنب او وړوکي تنب په درو واړو ټاپوګانو دایران په حاکمیّت ټينګار کړی دی.

د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي  یوځل بیا ټینګار وکړ،د بوموسی، ورړوکی تنب او ستر تنب نومې درې ټاپوګان د تاریخی سندونو په اساس ، دایران د خاورې نه  جلاکیدونکي برخه دي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  چې د هرمزګان ولایت د ولایتی سفر په مرحلې کې ئې د دغه استان د لسګونو زره خلکو په ټول کې وینا کوله،ووئيل،د فارس خلیج څنډې هیوادونه  پوهیږي،  چې په دغه سمندری برخې  او همداراز په عمان سمندرکې  د ایران د   سمندري ځواک شتون، د پرَدَیو  د شتون په اپوټه امنیت رامینځةکونکی دی او په هماغه اندازه چې پرَديو شتون د سیمې امنیت ګواښي ، په هماغه اندازه، چې په سیمې کې د امریکا شتون  ګواښونکی  دی، د ایران شتون  توانیدلی دی امنیت رامینځةکونکی شي.

امریکا او دهغې لویدیځوالو متحدانوتل هڅه کړې ده ، د نفاق او درز په رامینځةکولو سره    خپل سیمه ایز سپيرۀ سیاستونه پرمخ بوځي. البته  انګریزانو په سیمې کې پخپل استعماري پړاؤ کې د درز  او نفاق د رامینځةکولو لپاره ډير زیات شرارتونه او دسیسې  کړي دي چې  په هغو کې ترټولو مهمه د سرحدي او مځکنیو چیلنجونو د زمینې  رامینځةکول دي . له دې امله په هغو سیمو کې چې انګریز استعمار پکې شتون درلودلی ، ډیر کم هیواد  پيدا کیدلی شي  چې د انګریز استعمار له دسیسو او چلوله په آمان کې پاتې وي.

 د سیاسی  چارو یو کارپوه محسن رویی  صفت  په دې باب وائي ، ایران د ډير پخواني تمدن په مخینې سره  هیڅکله  هم دچا پر ټاټوبي  یرغل او تیری نه دی کړی ، بلکې پر ګډ سوله ایزژوند او آرامښت او سولې باندې ئې ټينګار کړی دی. خو  پرَدي هیوادونو  دخپلو  سپيرو موخو په لړ کې  هڅه کړې ده ، د سیمې د هیوادونو ترمینځ  داختلاف په رامینځةکولو سره  خپل پروګرامونه تعقیب کړي. له دې امله  دایران اسلامی جمهوریت پر ښه ګاونډيتوب  او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په پراختیا او پیاوړتیا باندې په ټينګار سره  هڅه کړې ده،له سیمه ایز ثبات او سولې سره مرسته وکړي.

په همدې دلیل د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر ټينګارکړی دی، د سیمې ټول هیوادونه دې پوهه شی، رسمی او داستناد وړ  سندونو،تل  د بوموسی، ستر تنب او وړوکي تنب  په درو واړو ټاپوګانو  دایران په حاکمیّت ټينګار کړی دی.

پر درو  ټاپوګانو یعني په بوموسی ، ستر تنب او وړوکي تنب نومې درو ټاپوګانو باندې  دایران حاکمیّت د ایلامي ،ماد، هخامنشي ،اشکاني او ساساني  امپراتوریو په پړاؤ کې  ریښه لري. په دې پړاؤ کې پر درست خور وور فارس خلیج او د هغو په ټاپوګانو باندې ایرانی امنیت او نظم  و اکمن ؤ. درې و اړه ټاپوګان  په ۱۹۴۸کال کې دجیو سټراټژيک اهمیّت په د لیل ، په بشپړ ډول مصلحتا د اماراتو د رسمی حدودو په توګه د بریتانیا امپراتورئ  په نیواک کې ورغلل،خو تر ۱۹۷۱کال پورې  د ایران د وخت هیڅ  یوه حکومت دغه نیواک ونه مانۀ او بوسی سره د ستر تنب او وړوکي تنب د ایران د هیواد په تقسیماتو کې وو. په ۱۹۷۱کال کې  او د متحده عربی اماراتو  دهیواد له  تاسیس مخکې  او د انګریز پوځیانو په وتلو پسې ،د  انګریزانو  د نیواکګرۍ په ضد د ایران د حکومت له دوامدارو څ و لسیزو شکایتونو وروسته، بو موسی ،له ستر تنب او وړوکي تنب سره یو ځا،بلاخره ایران ته بیرته وګرځول  شول.

په عین حال کې  د پرَدَیو  د القائاتو تر اغیزو لاندې د سیمې عرب هیوادونه  هماغه شان هڅه کوي،  څو  ددرو ټاپوګانو د مالکیّت موضوع  لانجمنه  وبریښوي  او له سیمې ځین ي ورآخوا هیوادونه  په ناپوهۍ یا  لازیات د خپلو ګټو په خاطر  د سیمې له عربو هیوادونو سریه په ملګرتیا کې د درو ټاپوګانو په باب دهغوي پر ادعا ټپه وهي، چې د ایران اسلامی جمهوریت ئې په زغرده او چورلټ ډول ردوي.

د ایران اسلامی جمهوریت تل له تاؤتریخوالي  څخه د ډډه کولو  او دپرَدَیو  هیوادونو په لومې کې له ښکیلیدا څخه د ډډه کولو لپاره د سیمې د هیوادونو ته په دعوت ورکولو سره  د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا  او د پرَدَیو له شتون پرته د سولې او امنیت د بنسټونو  دپیاوړتیا لپاره پر ډ له ایزو او هراړخیزو  هلوځلو ټينګار کړی دی .

 

 

 

ټیګونه