حضرت ایت الله خامنه اي د ایران اسلامي انقلاب هدایتوي
د نیجریا د «زاریای» ښار د پوهنتون استاد او محقق عیسی حسن مشل ګارو(isa khan mshelgaru) وویل د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران اسلامي انقلاب د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په لاره کښې مشرۍ کوي.
هغه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د پینځه څلویښتمې کلیزې په مناسبت له ایران پریس خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې ډاګینه کړه حضرت امام خمیني رحمت الله علیه ستر شخصیتونه تربیت کړل او همدا اوس حضرت ایت الله خامنه اي د ایران اسلامي انقلاب په ښه ډول رهبرۍ کوي.
د نیجریا په «کادونای» ولایت کښې دغه مشهور اسلامي محقق ټینګار وکړ له حضرت امام خمیني رحمت الله علیه وروسته د ایران اسلامي انقلاب د انقلابي ارزښتونو په ساتلو سره د هغه حضرت د اصولو او د تفکرونو په لاره کښې خپل حرکت ته دوام ورکوي.
عیسی حسن مشل ګارو زیاته کړه د ستر فیلسوف حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ د ایران د خلکو اسلامي انقلاب د ایران له سرحدونو اوړیدلی دی او د دنیا بیلابیلو هیوادونو له اسلامي انقلاب ګټه پورته کړه.
د نیجریا د زاریای ښار د پوهنتون استاد او محقق عیسی حسن مشل ګارو په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د ایران د اسلامي انقلاب تفکرونه پراخ شول وویل د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د فلسطین خلک د نړۍ د تر ټولو مظلومو خلکو په توګه معرفي شول.
هغه وویل حضرت امام خمیني رحمت الله د قدس نړیواله ورځ له فلسطین سره د همیشني پیوستون د اعلانولو او د قدس او د بیت المقدس د مسلې د نه هیریدا په هدف سره نومولي ده.