Feb 07, 2024 12:12 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله والو ځواکونو پروړاندې د امریکا د بې اساسه تورونو ردېدل

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: ایران د خپلو وسله والو ځواکونو په خلاف د امریکې بې اساسه تورونه په کلکه ردوي.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د سه شنبې په ورځ د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ایران د وسله والو ځواکونو په خلاف په دغه لیک کې د موجودو بې اساسه تورونو په پرېکنده ردولو سره، د عراق او سوریې په خاوره کې د 2024 کال د فبروري په 2 نېټه د امریکا له لوري پوځي ترسره شوي عملیات په کلکه غندي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ستر ډیپلومات زیاته کړه: په دغو غیرقانوني عملیاتو کې په قصدي ډول ملکیان او مهم بنسټیز ځایونه په نښه شوي، چې له امله یې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا ډول غیر قانوني کړنې نه دا چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده، بلکې د سیمې سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کوي او نړیوالې سولې او ټیکاو ته هم جدي ګواښ ګڼل کېږي.

ایرواني وویل: سربېره پر دې، د عراق او سوریې جمهوریتونه د امریکا پوځي اقدامات چې په ښکاره توګه د دې دوو هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا، واکمنۍ او خپلواکۍ څخه سرغړونه ده، په کلکه غندي، له دې امله، هغه ابلاغیه چې امریکا د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې له مخې امنیت شورا ته سپاري، قانوني  توجیه او مشروعیت نه لري.

ټیګونه