د ترهګرو موخه په پاکستان کې د ولسواکۍ د بهیر ننګول دي
کنعاني وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د ډيموکراسۍ په بهير او د ترهه ګرۍ له ناوړه ښکارندې سره په مقابله کې د پاکستان د دوست، ګاونډي او ورور هیواد د حکومت او ملت په څنګ کې دى.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی په پاکستان کې د عامو انتخاباتو په درشل کښې د وروستیو ترهه ګرو اقداماتو په غندلو سره وویل: د ترهګرو هدف د ډیموکراټیک بهیر ننګول او په پاکستان کې د ټولټاکنود ارامښت ګډوډول دی.
د پاکستان د ملي او ایالتي اسمبلۍ د انتخاباتو دولسم پړاو نن سهار (پنجشنبه) په ټول پاکستان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د رای ورکولو په څه باندې ۹۰ زره مرکزونو کې د دغه هېواد د بېلابېلو پرګنو د خلکو په ګډون سره پیل شو.
د پاکستان په انتخاباتو کې رای اچونه نن په داسې حال کې پیل شوه چې د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کې د دوو ترهه ګرو حملو له امله ۱۸ تنه ووژل شول.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په پاکستان کې د وروستیو ترهه ګرو حملو د غندلو په ترڅ کې وویل چې د ترهګرو هدف د ډیموکراټیک بهیر ننګول او په پاکستان کې د انتخاباتو د ارامښت ګډوډول دي.