Feb 11, 2024 05:24 Asia/Kabul
  • نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مه کلیزه ده

نن (یکشنبه) د ۱۴۰۲ کال  د سلواغې د میاشتې ۲۲مه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له ۴۵ کلیزې سره برابره ده.

د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په یوولسمه (د ۱۳۵۷ کال د سلواغي په ۲۲مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په رهبرۍ بریالی شو.

په همدې مناسبت، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې په شپه، په سیمه ایز وخت د شپې ۹ بجې، د اسلامي ایران میلیونونو خلکو د خپلو کورونو له بامونو څخه او په جوماتونو او کوڅو کې په حضور سره، د الله اکبر نارې پورته کړې.

دغه راز د ايران د بېلابېلو ښارونو آسمان هم د خلکو د الله اکبر نعرو ویلو سره سم، له رڼاګانو څخه ډګ شو.

د اسلامي ایران خلک هر کال په پراخو راټولیدنو او  میلیوني حضور سره، د اسلامي انقلاب له آرمانونو او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره، خپله ژمنه تازه کوي.

له دې سره، د نړۍ په بېلابېلو ښارونو او هېوادونو کې له هغې جملې په افغانستان، چین، دوبی، مسکو، ډنمارک او هسپانیا کې د ایران د اسلامي انقلاب له ۴۵ مې کلیزې څخه نمانځنه شوې او یا هم په دې تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته د مبارکۍ پیغامونه ورکړل شوي دي.

ټیګونه