عراق ته د ایران د ګازو صادارات په عادي ډول دوام لري
په عراق کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر وایي، دغه هېواد ته د ایران له لورې د ګازو صادرات د پخوانۍ هوکړې له مخې په عادي ډول دوام لري.
ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تیلو او ګازو سترې زیرمې لري چې د لویدیځو هېوادونو له ظالمانه او غیر قانوني بندیزونو سره، سره بیا هم په زیاته اندازه تیل او ګاز ګڼ شمېر هېوادونو ته صادروي.
د ایران د زده کړیالانو د خبري اژانس ایسنا د خبر له مخې؛ په عراق کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر محمد کاظم ال صادق وایي: په دې وروستیو کې، د ګازو د پایپ لاینونو د کلنۍ ساتنې ترمیماتي چارو له امله ځنډول شویو صادراتو لړۍ د پایپ لاینونو د ترمیم وروسته په عادي ډول پیل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ایران ـ عراق د سوداګرۍ ګډې خونې غړي سید احمد حسیني ویلي وو، چې د ۱۴۰۲ کال تر پایه به عراق ته د ایران د صادراتو کچه لس میلیارده ډالرو ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې وه، سره له دې چې په عراق کې د اسعارو د تبادلې د نرخ ستونزه شتون لري، خو بیا هم دغه هېواد ته د ایران صادراتو کچه مخ په لوړیدو ده.
عراق او ایران دوه ګاونډي هېوادونه دي چې شاوخوا ۱۲۵۸ کیلو متره ځمکنۍ او ۳۵۱ کیلو متره د اوبو پولې لري چې نژادي، تاریخي، ژبني، مذهبي مشترکات، د ګواښونو پر وړاندې ګډې امنیتي او اقتصادي ګټې د ایران او عراق د اړیکو مهم ټکي ګڼل کیږي.