د ایران د ډيپلوماسۍ اساس دافغان ولس له ټولوپرګنودفاع ده
د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغانانو خوئيندو وروڼو کوربه دی او د ایرانیو ښاریزو په څیر په هیواد کې له درستو امکاناتو برخمن دي.
د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړی استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي پخپل ایکس پاڼې کې لیکلي دي ،د قطر په دوحې کې د افغانستان د طالبانود حکومت له نماینده سره په روښانه، ګټورو او مفصلو خبرو کې ټينګار شوی دی ، د پیړیو پیړیو ګاونډیتوب، غږملتیا،ګډ تمدن، دیني او کلتوري مشترکاتو په ډګر کې ملګرتیا سبب شوې څو له سیاستونو پرته د افغان ولس د ټولو پرګنو د یووالي دفاع،چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي. د ایران د ډیپلوماسۍ اساس دی.
د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغانانو خوئيندو وروڼو کوربه دی او د ایرانیو ښاریزو په څیر په هیواد کې له درستو امکاناتو برخمن دي.
کاظمي په دوحې کې چې د افغانستان په اړه ددوحې په دوه ورځنۍ غونډې کې د ګډون په خاطر قطر ته تللی دی دافغانستان د طالبانو له استازي سره له کتنې مخکې د افغانستان په چارو کې د اروپائي اتحادئې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې ټينګار کړی ؤ چې که اروپا د افغانستان له ولس سره مرستو ته ګرهمنه وي، نو باید دانسان دوستۍ مرستې د خپلو سیمه ایزو اړیکو برمته نه کړي.