د هیرمند د اوبو دکمیشنرانو ناسته بې نتیجې پاي ته ورسیده
د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته د پابندۍ لپاره په افغانستان د ایران په ااعتراض پسې په زابل ښار کې د ایران او افغانستان د نمایندګانو په شتون سره غونډه له کومو ښو نتیجو ته له رسیدا پرته پاي ته ورسیده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د هیرمند د اوبو د کمیشنرانو دناستې له ترسره کیدا وروسته د ایراني لوري په اعلامیې کې اعلان شوی دی،د ایران او افغانستان ترمینځ دشوي تړون په اساس ، په وروستیو کلونو کې دهیرمند سین اوبه مونږ ته نه پریښودل کیږي، چې ګاونډيتوب ته په پام سره د شوو موافقو او تړونونو په اساس یو اساسی حق دی .
ایراني لوري په دغې ناستې په دې باب د یوه راپور په وړاندې کولو سره ددغه سین په لاره کې دافغانستان د ځينو تخنیکي خنډونو د مشکلاتو په تیره بیا د د کمالخان ډیم اصلاح کولو پشمول د ایران دحق آبه د احقاق خنډونو ته اشاره کړې او د سیستان او بلوچستان د خوئيندو او وروڼو د قانوني حق آبې دتامین او دمشکلاتو د ختمولو لپاره دهراړخیزو هڅو د کارولو غوښته وکړه.
ددغې غونډې په بلې برخې کې افغان لوري د یوه راپور په وړاندې کولو سره په دغه هیواد کې د سختې وچکالۍ مدعي شو چې د ایران تخنیکي کارپوهانو د علمی مستنداتو او د سپوږمکیزو انځورونو په وړاندې کولو سره دغه ادعا له چیلنج سره مخ کړه او د افغانستان له لوري ئې په تړون کې د لیکل شوو ژمنو داجرا غوښتنه وکړه.
بلاخره د ایراني لوري له ډیرو دلیلونو او د مستنداتو او تخنیکي مدرکونو او انځورونو له وړاندې کولو سره سره په مقابل لوري کې د کافی ارادې د نه شتون او دملګرتیا نه کولو په دلیل د وروستیو څو کلونو غونډې بې نتیجې پاتې دي. ایرانی لوری په دغې رَوئې باندې په اعتراض سره تمه لري، د افغانستان واکوالان دې، د هیرمند ۱۳۵۱ لمری کال تړون ته پابندي په خبرو کې نه ،بلکې د په عمل کې اثبات ته ورسوي.