د ۱۴ میلیارډ ډالرو مرستې تصویب صهیونیسټانو ته د امریکا انعام دی
د امریکا په سنا کښې له صهیونیسټ رژیم سره د واشنګټن د څوارلس میلیارډ ډالرو مرستې تصویبول هغه د امریکا د مالیه ورکونکو له جیبونو په معنا دی چی د غزې د نابرابرې جګړې په صحنه کې د اسراييلي رژيم لومړي وزير او نور و جلادانو ته د بې ګناه فلسطيني ملکيانو د وژلو په بدل کې له امريکا د ورځې سل مليونه ډالره انعام ورکول کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صهیونیسټي رژیم ته د امریکا د مشرانو جرګې د څوارلسو میلیارډو ډالرو مرستې تصویبول د غزې په نابرابره جګړه کښې د صهیونیسټي رژيم موجودو جلادانو او د نتانیاهو ته د دغه هیواد انعام وباله.
تیره اونۍ د امریکا سنا د ملي امنیت د ۹۵،۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پیکیج تصویب کړ. په دې پیکیج کې اوکراین، صهیونیسټ رژیم او تایوان ته د پوځي مرستو د استولو شرایط شامل دي چې ۱۴ میلیارد ډالره یې نسل وژونکی اسرائیلي رژیم ته بیل شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی وویل : د امریکا په سنا کښې له صهیونیسټ رژیم سره د واشنګټن د څوارلس میلیارډ ډالرو مرستې تصویبول هغه د امریکا د مالیه ورکونکو له جیبونو په معنا دی چی د غزې د نابرابرې جګړې په صحنه کې د اسراييلي رژيم لومړي وزير او نور و جلادانو ته د بې ګناه فلسطيني ملکيانو د وژلو په بدل کې له امريکا د ورځې سل مليونه ډالره انعام ورکول کیږي .
کنعاني په دې خبرې په ټینګار سره چې په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې مخه باید ونیول شي زیاته کړه یوازې فاسد او دیکتاتور جوړښتونه چې د انسانانو د وژلو په بنیاد جوړ شوي دي د دغه شان بې ګناه خلکو په قتل عام کښې لاس لري .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د خپلې وینا په پای کښې امریکایانو ته چې د صهیونیسټانو لخوا د فلسطیني ولس د وژلو اصلي ملاتړي دي، ولیکل: نسل وژنه بنده کړئ.