د حضرت امام مهدي علیه السلام زوکړه دې پر تاسو مبارک وي
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د څوارلس سوه پینځه څلویښتم(۱۴۴۵) هجري قمري کال د شعبان د میاشتې پینځلسمه(۱۵) او د دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځویشتمه(۲۵) نیټه ده چې د دنیا د شیعه مسلمانانو د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري.
حضرت مهدي علیه السلام د دوه سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې د پینځلسمې نیټې په سهار د عراق په سامرا ښار کښې وزیږید.
د هغه حضرت پلار حضرت امام حسن عسکري علیه السلام او ګرانه مور یې« نرجس خاتون» نومیږي.
حضرت امام مهدي علیه السلام له زیږیدا وروسته کابو پینځه کاله د خپل ګران پلار تر سرپرستۍ لاندې په نیمه مخفي ډول(پټ ډول) ژوند کاوه.
په دوه سوه شپیتم هجري قمري کال کښې د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام له شهادت وروسته د امام مهدي علیه السلام د غیب صغری یعني د لنډ وخت لپاره د غایب کیدا پړاو پیل شو چې تر درې سوه نهویشتم هجري قمري کال پورې یې دوام وکړ.
په دغه پړاو کښې حضرت مهدي علیه السلام د څلورو نائبانو له لارې د خلکو د چارو اداره کولو ته دوام ورکړ.
د حضرت امام زمان علیه السلام د غیبت کبرا یعني د اوږدې مودې لپاره د غایب کیدا پړاو هم له درې سوه نهویشتم هجري قمري کال څخه پیل شوی دی.
د حضرت امام مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د اسلامي ایران خلکو په جوماتونو او مذهبي مرکزونو کښې په شتون سره د جشنونونو په ترسره کولو او د شیرینیو او میټایانو په ویشلو سره له حضرت امام مهدي علیه السلام سره خپله مینه څرګنده کړه.
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د رارسیدا په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.