د ایراني ځواکونو په برید کې د جیش الظلم ترهګرې ډلې د یو مشر وژل کېدل
د ایران د امنیتي ځواکونو په یوه برید کې د "جیش الظلم" ترهګرې ډلې یو مشر وژل شوی دی.
د العالم خبري چینل د معلوماتو له مخې؛ د جیش الظلم ترهګرې ډلې یو مشر اسماعیل شاه بخش، د ایران په جنوب ختیځ کې د وروستیو ترهګریزو عملیاتو اصلي عامل وو، د امنیتي ځواکونو سره په نښه کې، له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای په هلاکت ورسید.
د جیش الظلم ترهګرې ډلې په خپله شرمناکه پیښه کې، د ایران په جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د ۲۰۱۰ کال ترهګریز جنایت په شمول د امنیتی ځواکونو او بې ګناه بلوڅانو پرضد ترهګریز اقدامات کړي دي.
دغه ترهګرې ډلې زاهدان کې په جامع جومات، د امام علي (ع) په جوماتونو کې د لمونځ کونکو په ضد ترهګریز عمل، په خاش روډ باندې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د بس چاودنه، په ۲۰۱۱ کال کې په چابهار کې چاودنه، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سني او شیعګانو په منځ کې برید د دوی له شرموونکي او تهرګیزو کړنو څخه دي.
دغه راز د ایران امنیتي ځواکونو د ایران په جنوبي ولایت هرمزګان کې پېژندل شوی ترهګر "اکرم لاهوري" او د ایران په لویدیځ کې د کرمانشاه ولایت په سرپل ذهاب ښار کې د انقلاب ضد ډلې یو تن نیول شوی دی.
د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا، صهیونیسټ رژیم او د هغوی د سیمه ایزو انډیوالانو له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د نسکورولو او ماتولو لپاره بیلابیل فعالیتونه ترسره شوي دي، خو دغه ټولې دسیسې شنډ شوی دی.