Feb 26, 2024 14:08 Asia/Kabul
  • د ویتنام د بهرنیو چارو وزیر سره د امیر عبدالهیان لیدنه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د خپل ویتنامي سیال سره په جینوا کې د لیدنې پر مهال په بېلا بېلو موضوعاتو خبري اتري کړي.

د ایران  د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان، په جینوا کې د بشر حقونو د شورا د ۵۵مې کلنۍ غونډې،  د بې وسلې کولو د لوړې کچې غونډې او د فلسطین په اړه د وروستیو تحولاتو اړوند مسایلو د بحث او ګډون لپاره جینوا ته تللی.

هغه د دغه سفر په لړ کې د ویتنام د بهرنیو چارو وزیر لیدنه کړې او د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ یې د فلسطین د وروستیو تحولاتو او په غزه کې د روان کړکیچ په اړه خبري کړی.

 

ټیګونه