Feb 26, 2024 15:26 Asia/Kabul

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه کلنۍ غونډه کې ویلي؛ نړۍ له خورا شرمناکه اخلاقي او انساني بحران سره مخ ده.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان په جینوا کې د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل: موږ باید دا ومنو چې دا وخت نړۍ له خورا شرمونکي اخلاقي او انساني بحران سره مخ ده.

هغه زیاته کړه؛ دا هغه بحران دی، چې د فلسطین د ملت د خپلواکۍ د حق څخه د سرغړونې په وړاندې د اتیا کلنې بې شرمانه چوپتیا پایله ده.

د یادونې وړده چې په غزه کې د صهیونیسټانو د وروستیو نږدې څلور میاشتو ظلمونو په ترڅ کې له سل زرو زیاتو فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

ټیګونه