Mar 01, 2024 15:38 Asia/Kabul

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي، ټاکنې د ایران د ستر ملت اصلي ملي جشن، ملي وحدت او د یوالي سمبول دی.

لسمشر رئیسي چې د رایې اچونې سربېره یې د ټاکنو له مرکزونو څخه کتنه ترسره کوله، وویل: انتخابات د ایران د ستر ملت اصلی ملی جشن، د ملی وحدت او یووالی سمبول دی.

هغه زیاته کړه، ټول هغه نوماندان چې د ټاکنو مرحلې ته داخل شوي، که رایه تر لاسه کړي یا تر لاسه نکړي، دغه راز هغه کسان چې نوماند یې بریالی نشي، په حقیقت کې دوی بریالي دي، ځکه دوی خپل مسؤلیت په ټاکنو کې ترسره کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپلې رایې ورکولو سربېره په بېلا بېلو سیمو کې د رایو اچونې له مرکزونو څخه لیدنه هم وکړې.
 

 

ټیګونه