د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایت الله کاشاني د مړینې په هکله تسلیت ووایه
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه پیغام کښې د ستر عالم مرحوم ایت الله اقای حاجي شیخ محمد امامي کاشاني د مړینې په هکله تسلیت ووایه.
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام متن په دې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د ستر عالم مرحوم ایت الله اقای حاج شیخ محمد امامي کاشاني رحمت الله علیه د مړینې په مناسبت د هغه حضرت قدرمنې کورنۍ ، د هغه خپلوانو ، شاګردانو او اراتمندانو ته تسلیت وایم.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغه پیغام کښې وویل د ایران دغه متقي او خدمت کونکي عالم د خپل ژوند په اوږدو کښې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه مخکې د مبارز روحانیت په ټولګه کښې او دغه راز د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ساتندویه شورا ، د خبرګانو د جرګې ، د تهران د جمعې لمانځه د امامت ، د اسلامي تبلیغاتو د ادارې ، د مدرسه شهید مطهري په شان حساسو ځایونو کښې هیواد او د ایران اسلامي جمهوري نظام ته د خدمت کولو سرچینه و او دی او هیله کوو چې دغه ټول نیک کارونه د هغه په اعمال نامه کښې د پرودیګار لخوا قبول شي.
خدای پاک دې مرحوم کاشاني ته رحمت او مغفرت ورکړي.
سید علي خامنه اي
د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۱۳ نیټه