Mar 07, 2024 07:26 Asia/Kabul
  • د سویډن سترې محکمې حمید نوري ته عمر قید سزا واوروله

د سویډن سترې محکمې د ایراني ښاریز حمید نوري په دوسیې کښې د بیاکتنې د غوښتنې په ردولو سره، د هغه لپاره د ابدي بند حکم تایید کړ.

د حمید نوري په نامه یو ایراني ښاریز د ۲۰۱۹ کال د نومبر په نهمه نیټه سویډن ته له رسیدو سره سم، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ونیوه او له هغه وخت راهیسې په زندان کښې دی. هغه د سویډن د څارنوالۍ له خوا په ایران کښې په ۳۴کاله پخوانیو ادعايي پيښو کښې په لاس لرلو تورن شوی او د دې دوسیې شکایت کونکي هم زیاتره د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ کسان دي.

په هم دې لړ کښې زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې د سویډن سترې محکمې د خپلو ظالمانه او د بشري حقوقو د اصولو خلاف کړچار په دوام کښې پرون په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې د حمید نوري په کیس کښې د بیاکتنې غوښتنه یې رد کړې او د هغه لپاره د عمر قید سزا یې تایید کړې ده.

دا حکم په داسې حال کښې صادر شو چې د سویډن چارواکو په تیره بیا د دغه هیواد قضايي سیټم په یادې دوسیې کښې موجودو تناقضاتو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی او له اول نه تر اوسه پورې یې د حمید نوري د ډیرو جوتو حقوقو او همداشان یې د نړیوالو اصولو او حتی خپله د سویډن هیواد د ډیرو قوانینو خلاف ورزي کړې ده.

 

ټیګونه