Mar 09, 2024 05:10 Asia/Kabul
  • د ایران په جنوب لوېدیځ کې د تېلو د دوو زېرمو استخراج

د ایران په جنوب لوېدیځ کې د سپهر او جفیر د تېلو د زېرمو لومړی فاز چې د ورځې ۵۰ زره بیلرو تېلو د تولید ظرفیت لری، تر فعالیدو وروسته رسماٌ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د صدا وسیما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوب لویدیځ خوزستان ولایت ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر په ترڅ کې د ایران د نفتو د تولید ظرفیت د ۴۸ میلیون بېرلو د زیاتولو په هدف سره د سپهر او جفیر ساحو د عملیاتو لومړی پړاو پیل شو.

د دغو ساحو په بشپړ فعالیت سره، به د تیلو تولید په ورځ کې ۱۱۰ زره بیرلو ته ورسیږي.

 

ټیګونه