اسرائیل له نازیانو بدتر؛ فلسطین کښې د اروپا راتلونکی / د لویدیځې اسیا بدلونونو ته کتنه
(last modified Wed, 29 May 2024 08:57:36 GMT )
May 29, 2024 13:27 Asia/Kabul
  • اسرائیل له نازیانو بدتر؛ فلسطین کښې د اروپا راتلونکی / د لویدیځې اسیا بدلونونو ته کتنه

پارس ټوډې-« وای نیټ» صهیونیسټي اینټرنیټ پانې وویل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له یوې داسې نوي رسوایۍ سره مخامخ شوی دی کومه چې د کورونا ضد فایزر(pfizer) شرکت واکسینونو ته اړونده ده.

په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې ، په نیواکي فلسطین کښې د فایزر شرکت د کورونا ضد واکسینونونو پیښه ، د ملګروملتونو په تور فهرست کښې د نوم له ورتلو د صهیونیسټ رژیم ویریدل، په اسلامي هیوادونو کښې د اروپايي اتحادیې د اعتبار د له مینځه تلو په هکله د فرانسې د یوې مجلې خبرداری او د فلسطین په غزې تړانګه باندې د اسرائیلو د حملو دوام په تیرو ساعتونو کښې د لویدیځې اسیا سیمې خبرونه دي.

په یمن باندې د امریکا او د انګلستان بیا بریدونه :-

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د امریکا او د بریتانیا جنګي الوتکو په تیرې سه شنبې شپې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره په یمن باندې بیا بمبارې وکړې.

د یمن د سرچینو د اعلان پراساس د یمن د  الحدیده ولایت په لویدیځ کښې په« الجبانه» سیمې باندې حمله شوي ده.

یمن د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو له پیل راهسې د اسرائیلو د ملاتړو هیوادونو پرضد سمندري بندیزونه لګولي دي.

د اسرائیلو «وايي نیټ» خبري سایټ په تیرې سه شنبې ورځ وویل په نیواکي فلسطین کښې د څارونکو ارګانونو تحقیقات ښودنه کوي د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو له کابینې څخه  د اجازې له ترلاسه کولو وروسته په نیواکي ټاټوبو کښې د کورونا واکسین د تقیسمولو انحصار د امریکا فایزر شرکت ته ورکړی و.

تل اویو هڅه پیل کړه/ د ملګروملتونو په تور فهرست کښې د نوم د شاملیدا له خطر څخه ویریدل:-

مهر خبري اژانس راپور ورکړی د ملګروملتونو په تور فهرست کښې د اسرائیلو د نوم د شاملولو د ګونګسو له زیاتیدا وروسته صهیونیسټي سرچینو د فلسطیني ماشومانو له وژلو وروسته د اسرائیلو رژیم پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو د لګیدا د مخنیوي لپاره د دغه رژیم د سختې هڅې خبر ورکړ.

په غزې کښې د فلسطین د رسنیو د دفتر د اعلان پراساس د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو دنوي پړاو له پیلیدا راهسې تراوسه د صهیونیسټانو لخوا څه د پاسه پینځلس زره فلسطینیان شهیدان کړی شوي دي.

د فرانسې مجلې وویل د اروپا راتلونکی په فلسطین کښې ټاکل کیږي :-

د فرانسې « نووول اوبس» مجلې په یوه راپور کښې ډاګینه کړه که چیرې اروپايي اتحادیه ونه توانیږي په خپلو اختلافاتو باندې غلبه وکړي او په غزې تړانګه کښې په اوربند  وکړي  او په صهیونیسټ رژیم باندې په لویدیځې غاړې کښې د استعمار او د تاوتریخوالو په ختمولو کښې ناکامه شي نو په ډیرو اسلامي هیوادونو او دغه راز جنوبي دنیا کښې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

د فرانسې «نوول اوبس» مجلې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د اروپا راتلونکی به په فلسطین کښې وټاکل شي ولیکل: د دښمنو هیوادونو لخوا د کلابندۍ شوي ، څنګ ته شوي او د کمزوري اروپا راتلونکی تیاره کیدلای شي.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو دوام :-

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر په تیرې سه شنبې شپې وویل د اسرائیلو  نیواکګر پوځ په تیرو اتو څلویښتو ساعتونو کښې د رفح ښار په لویدیځ کښې د کډوالو  کسانو په خیمو باندې بمباریو سره چې ادعا یې کوله امنه سیمه ده دوه اویا فلسطیني کډوال شهیدان کړي دي.

سید حسن نصر الله وویل اسرائیل له نازیانو هم بدتر دی:-

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر  سید حسن نصر الله په تیرې سه شنبې شپې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نیواکګرانو جنایتونو او دې ته په اشارې سره چې په رفح ښار کښې عامه وژله د دښمن د وحشي توب او د هغه د خاین توب او د ناځوانمردۍ ښودنه کوي وویل مونږ له داسې دښمن سره مخامخ یوو چې په هیڅ ارزښت او اخلاقیاتو باندې  باور نلري او هغه له نازیانو هم بدتر دی.

نور خبري عنوانونه:

عراق د هوش مصنوعي په زمینه کښې له ایران سره د ملګرتیا هڅه کوي

حماس غورځنګ وویل اسرائیل د خبرو اترو په هکله دروغ وايي /لومړی وزیر نتانیاهو وخت ضایع کوي

 مشهور خبریال عبدالباري عطوان وویل مصر باید د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره رامخ ته شي/ اسرائیل یوازې زور پيژندي.

د عراق د لوړې اسلامي شورا ویاند وویل شهید حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د خلکو رسا غږ و.

په تهران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي وویل ایران د فلسطین د ملت او د مقاومت یوازنی ملاتړی دی.

 

ټیګونه