بندیزونه او نیوکه، د اسرائیلو رژيم په امنیتي او پوځي مرکزونو باندې د ایران پوځي حملې ته په ځواب کښې د امریکا یوازنی انتخاب
(last modified Wed, 02 Oct 2024 08:58:25 GMT )
Oct 02, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • بندیزونه او نیوکه، د اسرائیلو رژيم په امنیتي او پوځي مرکزونو باندې د ایران پوځي حملې ته په ځواب کښې د امریکا یوازنی انتخاب

پارس ټوډې – د اسرائیلو جنایتونو ته د ایران پوځي قدرتمن ځواب سبب شو چې د امریکا چارواکي حیرانه شي.

د امریکا چارواکو د اسرائیلو جنایتونو ته د ایران له  قدرتمن پوځي ځواب سره په مخامخ کیدا کښې یوازې په ایران باندې په نیوکه کولو او د نورو ډیرو بایکاټونو د لګولو په ګواښ بسنه کړي ده.

پارس ټوډې زیاته کړه د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اسرائیلو باندې د ایران د توغندوي حملې په نه منلو وړ بللو سره له نړۍ وغوښتل دغه اقدام وغندي.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان هم په نیواکي ټاټوبي باندې د توغندیو په ویشتلو کښې د ایران د اقدام په غندلو سره په یوې بیانیې کښې وویل: که چیرې ایران د امریکا په ګټو باندې برید وکړي نو مونږ به د خپلو ښاریزو دفاع وکړو. مونږ دغه بې پروا حملې غندو او له ایران څخه غواړو چې د خپلو ځواکونو له لارې هر ډول راتلونکی برید ونکړي.»

د امریکا د خارجه وزارت ویاند مارک میلر هم په نیواکي ټاټوبو باندې د حملې په هکله د ایران په نه اطلاع ورکولو نیوکه وکړه.

هغه په یوې خبرې غونډې کښې وویل: ایران په اسرائیلو باندې له حملې مخکې مونږ نه وو خبر کړي.

په عین حال کښې سپینې ماڼۍ په اسرائیلو باندې د ایران له توغندوي حملې وروسته وویل چې ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس په اسرائیلو باندې د ایران په حملې د غور کولو په حال کښې دي او ولسمشر له اسرائیلو سره د مرستې حکم ورکړی دی.

د سپیڼې ماڼۍ ویاند «کارین ژان پیر» هم له رسنیو سره په اوونیزه غونډه کښې په نیواکي ټاټوبي باندې د حملې په دلیل د ایران پرضد د بایکاټونو د نوي پړاو د اعمالولو خبر ورکړ.

هغه د ایران توغندوي عملیاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران پرضد د واشنګټن پراخ بایکاټونه په خپل ځاې شته او بې شکه مونږ به د دغو بایکاټونو اجرا ته دوام ورکړو.

د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټ رژيم لخوا د تهران د  واکمنۍ د خلاف ورزۍ او د شهید اسماعیل هنیه او د شهید سید حسن نصر الله  او د سر لشکر پاسدار سید عباس نیلفروشان د ټرور او د دغه رژیم لخوا د لبنان او د فلسطین د بې ګناه خلکو او ماشومانو د وژلو په  هکله له یو پړاو زغم وروسته د ملګروملتونو د منشور پراساس له ځان څخه په جایزې دفاع کولو کښې د هیوادونو د حق پراساس په تیرې سه شنبې شپې په کابو دوه سوه بالیسټیک توغندیو سره  په نیواکي ټاټوبي  برید وکړ.

 

ټیګونه