رئیسي: ایران نن پرمختللی او ټیکنالوجۍ لرونکې دې
رييسي وويل: نن په خوزستان ولايت کې د هغو مهمو اقتصادي پروژو د پرانیستلو شاهدان يو چې د ايران د متخصصينو، کارپوهانو، سلاکارانو او د کورنيو کارګرانود لاسونو په برکت ترسره شوي دي.
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرسید ابراهیم رئیسی د ایران په جنوب لویدیځ کښې د خوزستان د فولادو د شرکت د زمزم د دریمې فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کښې وویل: نن د ارادو جنګ دی او دښمن نه غواړي چې ایران پرمختګ او پراختیا وکړي، بخو د ایران ملت د کار، تولید او د روزګار د پیدا کولو د پراختیا په لړ کې د ارادوپه جنګ کې بریالی شو .
رييسي وويل: نن په خوزستان ولايت کې د هغو مهمو اقتصادي پروژو د پرانیستلو شاهدان يو چې د ايران د متخصصينو، کارپوهانو، سلاکارانو او د کورنيو کارګرانود لاسونو په برکت ترسره شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د خوزستان د فولادو د شرکت د زمزم ۳ فابریکه د بهرنیو کارپوهانو له شتون پرته د ۱۱۵ پوه بنسټه شرکتونو او له پنځوسو د زیاتو کورنیو صنعتي شرکتونو په ګډون جوړه او پرانیستل شوه وویل: په ایران کې دوه میلیونه ټنه سپنج اوسپنه تولیدیږي او په دې برخه کې اسلامي ایران په سیمه کې لومړی او په نړۍ کې دوهم مقام لري او دا یو ستر ویاړ دی.