Mar 12, 2024 14:13 Asia/Kabul
  • په عمان سمندر کښې د ایران، چین او روسیې ګډه مانوره

په عمان سمندر کښې د ایران، چین او روسیې د ګډې سمندري مانورې د اصلي مرحلې ترسره کیدل، د دغو درې واړو هیوادونو ترمینځ د سټراټیجکو پوځي او دفاعي ملګرتیاؤ د پياوړتیا بیانونکي دي.

په دغې سترې مانورې کښې چې «د سمندري امنیت د ۲۰۲۴ کال ترکیبي مانوره» نوم لري، واریاګ توغندوي بیړۍ په قومندې د روسیې د ارام سمندر یو سکوارډن  شتون لري.

د دې تر څنګ د اوبتل ضد لویه جنګي کشتۍ مارشال شاپوشنیکوف او ورسره یوه وړه بېړۍ، او د چین د سمندري ځواکونو دوه جنګي بېړۍ او یوه اکمالاتي بېړۍ او همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو بېړۍ او چورلکې په دغه تمرین کې ګډون لري.

په عین حال کښې په دې مانوره کښې د پاکستان، قزاقستان، آذربایجان جمهوریت، عمان، هندوستان او جنوبي افریقې د سمندري ځواکونو استازي هم شتون لري.

د دغو مشقونو د ترسره کولو هدف د سمندري اقتصادي فعالیتونو د امنیت ضمانت بلل شوي دي.

په عمان سمندر کښې «د سمندري امنیت د ۲۰۲۴ کال د ترکیبي مانورې» ترسره کیدل له څو اړخونو مهم دي. اول دا چې ښودنه کوي په پوځي او دفاعي اړخوو کښې د ایران، چین او روسیې د دریو هیوادونو اړیکې مخ په زیاتیدو دي.

دویمه دا چې دغه هیوادونه د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په وړاندې ګډ دریځ لري او په نړیوالو او سیمه ایزو سمندرونو کښې د امنیت د ټینګولو لپاره ضروري توانمني لري او دریمه دا چې د چین، روسیې او ایران ګډ سمندري تمرین له هر ډول سمندري شرارت سره د مقابلې لپاره د ختیځ د درې اړخیز دفاعي قدرت د جوړیدو نښه ده.

په دې اړه د نړیوالو چارو کارپوه "لی کنتی" وایی: د عمان په سمندر کې د ایران د سمندری بیړیو تر څنګ د چین او روسیې د سمندری بیړیو شتون د سیمه ایزې صلحې او امنیت په تیره بیا د نړیوالو اوبلارو د امنیت د ټینګښت لپاره د درې واړو خواو د چمتووالی ښودنه کوی. دا لویدیځ ته یو څرګند پیغام دی چې په نړیوالو اوبلارو کې د ناامنۍ د جوړولو لپاره خپلې هلې ځلې بندې کړي.

د پوځي تعریفونو له مخې، په عمان سمندر کښې د چابهار نړیوال بندر ته نزدې د ایران، چین او روسیې د ګډې مانورې ترسره کول، د هیوادونو د دفاعي او پوځي ملګرتیاؤ د سویې د لوړاوي نښه ده ترڅو له دې وړتیا او توانمنۍ څخه په سیمه ایزو او نړیوالو اوبلارو کښې د صلحې او امنیت  سره د مرستې په لړ کښې ګټه واخیستې شي.

د سیمې او نړۍ د دریو مهمو قدرتونو ترمینځ د داسې مانورې ترسره کیدل ښودنه کوي چې ختیځ، په خپل لاس کښې د سمندري قدرت د اخیستو او د لویدیځ په تیره بیا د امریکې د سمندري  سلطې د ختمولو یا کمزورې کولو په حال کښې دي.

دغه هیواد چې له خپلو اروپايي انډیوالانو سره یوځاې یې په سره سمندر کښې کړکیچ جوړ کړی، بیشکه چې د سمندري امنیت د ۲۰۲۴ کال ترکیبي مانورې ته ځانګړی پام لري.

په دې تمرين کې د ايران، چين او روسيې د دريو هېوادونو سمندري بيړيو د ګډو جنګي بېړيو د يونټ د جوړولو، ګډو تاکتيکي مانورونو او د جنګي امرونو د اجرا کولو مشقونه وکړل چې په کې د سمندري ځواکونو د لوړې کچې تمرينونه شامل دي.

په دې وروستیو کښې امریکا او سیمه ایز او نړیوال انډیوالان یې د سمندري شرارتونو په جوړولو او په مختلفو هیوادونو باندې په تیري سره، په سمندر کښې مزاحمتونه کوي.

په سمندري غلاګانو کې د ځینو جنایتکارو ډلو کړنې د سمندري ناامنیو د رامنځته کولو او په سمندرونو کې د امریکې د شتون د پراختیا لپاره یو فرصت ګڼل کیږي.

په دې وجه  «د سمندري امنیت د ۲۰۲۴ کال ترکیبي مانوره» د امنیت په ټینګښت کښې د مرستې لپاره د ختیځو سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د چمتووالي د اعلان بیانونکې ده او دا چې دغه هیوادونه د سیمندري بدلونونو په وړاندې اوزګار نه دي ناست، بلکې په نړیوالو اوبلارو کښې د امنیت او صلحې د ټننګولو په لړ کښې هر ډول ګډون ته په فعاله توګه چمتو دي.

*/*/*/*/

 

 

ټیګونه