Mar 13, 2024 14:18 Asia/Kabul
  • غیر موجه ځواکونه د هند اوقیانوسیې په شمال کښې ځاې نلري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر« شهرام ایراني» وویل دوست هیوادونه د دوه زره څلرویشتم د سمندري امنیت د کمربند د ترکیبي مانورې په ترسره کیدا خوشحاله دي خو دښمن هیوادونه او د سیمې غیر موجه ځواکونه د دغه مانورې په ترسره کیدا خپه دي ځکه چې پوهیږي په راتلونکي کښې به د هند اوقیانوسیې په شمال کښې د دوې لپاره هیڅ ځاې نه وي.

د دوه زره څلرویشتم په نوم د سمندري امنیت د کمربند ترکیبې پوځي مانوره د سولې او د امنیت د ټینګولو لپاره له یوبل سره په شعار سره د ایران د  روسیې او د چین د سمندري ځواکونو ترمینځ د هند اوقیانوسیې په شمال کښې په اولس زره مربع کلومیټره مساحت پراخوالي سره د سولې او د دوستۍ په پیغام سره د ترسره کیدا په حال کښې ده او تر راتلونکي جمعې ورځې پورې به دوام ولري.

په دغه پوځي مانورې کښې د عمان ، د اذربایجان جمهوریت ، د قزاقستان ، د پاکستان او د جنوبي افریقا استازي هم ګډون لري.

د ایران د سمندري ځواک مشر امیر البحر شهرام ایراني د ایران د چین او د روسیې د دوه زره څلرویشتم د سمندري امنیت د کمربند د ترکیبي پوځي مانورې د ترسره کیدا په هکله د پینځو نورو څارونکو هیوادونو شتون ته په اشارې سره وویل په دغه مانورې کښې د دغو هیوادونو د ګډون هدف د ایران د روسیې او د چین د ګډې پوځي مانورې په کیفیت باندې غور کول دي چې د ضروري اطلاعاتو په ترلاسه کولو سره ضروري  وګڼي چې د مانورې په ورپسې پړاو کښې به  کوم جوړښت سره کشتۍ په دغه مانورې کښې ګډون وکړي.

هغه وویل همدا اوس دنیا له یوه قطبي حالت څخه وتلي ده او نړیواله هندسه د څو قطبي کیدا په لور حرکت کوي او په دغو شرایطو کښې د ایران ، د چین او د روسیې په شان هیوادونه په خپلو وسونو سره په سمندرونو کښې شتون پیدا کوي چې د خپلو هیوادونو د پراختیا او د ملي اقتصاد دفاع وکړي.

 

ټیګونه