Mar 13, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د ملي بیړني حالت غځول؛ د ایران  خلاف د امریکې د غلیمانه چلند دوام

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ د ایران په اړه ملي اضطراري حالت د یو بل کال لپاره وغځاوه او د هغه په ​​وینا د ایران په اړه ملي اضطراري حالت چې په ۱۲۹۵۷ اجرایوي فرمان له مخې اعلان شو، د یو بل کال لپاره به هم دوام وکړي. له ۱۹۹۵ کال راهیسې د امریکا ټولو ولسمشرانو هر کال د ایران پر ضد ۱۲۹۵۷ نمبر اجرایوي فرمان نوی کړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ د ایران په اړه ملي اضطراري حالت د یو بل کال لپاره وغځاوه او د هغه په ​​وینا د ایران په اړه ملي اضطراري حالت چې په ۱۲۹۵۷ اجرایوي فرمان له مخې اعلان شو، د یو بل کال لپاره به هم دوام وکړي. له ۱۹۹۵ کال راهیسې د امریکا ټولو ولسمشرانو هر کال د ایران پر ضد ۱۲۹۵۷ نمبر اجرایوي فرمان نوی کړی دی.

د ۱۹۹۵ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ نیټه د امریکې د وخت ولسمشر بیل کلینټن د ۱۲ زره ۹ سوه ۵۷م نمبر اجرايي حکم له مخې وویل چې په هغو غیرمعمولي او ځانګړو ګواښونو د غور په موخه چې د ایران د حکومت سیاستونه او اقدامات یې د امریکې د ملي ګټو، بهرني سیاست او اقتصاد خلاف رامینځټه کوي، د دغه هیواد په وړاندې ملي بیړنی حالت اعلانیږي. کلنټن د دغه کال د مۍ په شپږمه نیټه د ۱۲۹۵۹ په نمبر د یو بل اجرايي حکم په لاسلیکولو سره، په ایران باندې هراړخیز بندیزونه ولګول.

له هغه مخکې د امریکې بل ولسمشر جیمي کارټر د ۱۹۷۹ کال د نوامبر په ۱۴ نېټه یعنې په تهران کې د امریکايي جاسوسانو د ځالې له نیول کېدو لس ورځې وروسته، ۱۲۱۷۰ نمبر اجرایوي فرمان صادر کړ چې په امریکا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د شتمنیو د ضبطولو غوښتنه یې کوله او له هغه کال څخه تر اوسه د امریکا ټولو ولسمشرانو دغه حالت تمدید کړی دی.

د ایران په وړاندې د بیړني حالت په غځولو کې د بایډن اقدام د ایران خلاف د امریکا د رښتیني چلند ښودنه کوي چې د ایران له ملت سره د دښمنۍ دوام دی. په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او په ایران کې د اسلامی جمهوریت له تاسیس وروسته، امریکا د لویدیځ بلاک د مشرې په توګه، چې تل یې هڅه کړې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د تسلط رول ولوبوی، د ایران په وړاندې یې دښمنانه چلند غوره کړی او د اسلامي جمهوري نظام د نسکورولو هڅه یې د خپل سیاست په سر کښې ګرځولې ده.

امریکا په تیرو څلورو لسیزو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف په مختلفو ډولونو ترټولو زیات یو اړخیز سیاستونه او اقدامات ترسره کړی دی لکه د پراخو بندیزونو لګول، پوځی ګواښونه، د سیاسی او ډیپلوماټیکو مبارزو په لاره اچول او د نفسیاتی جنګ جوړول.

د ایران په وړاندې د امریکا د یو اړخیزو سیاستونو او اقداماتو له بې اغیزې کیدو سره سره واشنګټن لا هم د تهران په خلاف د دغه غیر قانونی چلند په دوام ټینګار کوی چې د ملګرو ملتو د منشور خلاف دي او د جوبایډن د ولسمشرۍ په وخت کښې یې د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد په مختلفو پلمو ترکیبي جګړې ته لا زور ورکړی دی. د 2021 کال په جنورۍ کې د واک ترلاسه کولو راهیسې، بایډن د خپلو پخوانیو شعارونو سره سره، د ډیرو فشارونو کمپاین ته دوام ورکړی او وخت په وخت په مختلفو پلمو د ایران په وړاندې نوي بندیزونه اعلانوي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې له ایټمي موافقې له وتلو وروسته د ایراني ضده بندیزونو لګیدو او د زیات نه زیات دباؤ کارولو نوي او بې مخینې اړخونه وموندل. واشنګټن، خپلو غیرعقلي او غیرقانوني غوښتنو ته د ایران د تسلیمدو په هیله په ایراني ولس باندې ډیر سخت بندیزونه ولګول چې البته د بایډن د حکومت په اعتراف، له ماتې سره مخامخ شول. د دې په ترڅ کښ چې د امریکې ولسمشرانو په تیره بیا جارج ډبلیو بش، د تش د نامې شرارت په چورلیز کښې د ایران په شاملولو سره، دا هیواد په کراتو په پوځي حملې وګواښه چې البته دغه ګواښونه د ایران د قدرت او اقتدار په وړاندې عملي نه شول. د باراک اوباما د ولسمشرۍ په دوران کښې هم د ایران خلاف د بایکاټ او ګواښ سیاست دوام ومونده او د اوباما حکومت څوڅو ځلې دا جمله وکاروله چې د ایران خلاف ټول انتخابونه، پر میز دي. په عین حال کښې د امریکې هر ډول ګواښونو ته د ایران پریکنده غبرګون سبب شو چې حتی د امریکې جنجالي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم جراءت ونه کړ چې د ایران په ۵۲ ځایونو باندې د حملې په هکله خپل ګواښ، عملي کړي.

دې ته په پام سره چې امریکا په روان ۲۰۲۴ کال کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو او د کانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې ښکیل ده، په دې وجه ډونلډ ټرمپ د ریپبلکنز د فاینل کاندید په توګه په انتخاباتي کمپین کښې هڅه کوي چې د ایران خلاف په لاپوشاپو او ډوزو سره د آیپک لابۍ په شان پّ امریکا کښې د صهیونیسټي لابیو او ټولنو پام، ځانته واړوي.

البته جوبایډن هم په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډیموکراټانو د وروستي کاندید په توګه او هم یې د حکومت جګ پوړي چارواکي، هڅه کوي چې د بندیزونو په جاري ساتلو او د هغو په سختولو سره، هره څه موده پس د ایران خلاف ګواښونکي ادبیات وکاروي او لاهم له دې څخه چې د ایران خلاف ټول انتخابونه په میز پراته دي، خبره وکړي.

ایران د امریکې دغو ګواښونو ته پریکنده غبرګون ښودلی دی. دا کار ښودنه کوي چې تهران هر تیري ګر دښمن ته د پریکنده او پښیمانه کونکي ځواب په موخه د خپل دفاعي توان د زیاتولو په ترڅ کښې نه یوازې د واشنګټن له ګواښونو او دړکو هیڅ ویره نه لري بلکې د امریکې د هر ډول احتمالي تیري په بڼه کښې به ورته ډیر سخت غبرګون وښايي. او د ایران خلاف د بیړني حالت غزول، چې بایډن هم دغه کار وکړ، د واشنګټن له دسیسه ناکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د تهران په هوډ کښې هیڅ خلل نه رامینځته کوي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

 

  

 

ټیګونه