ایران د اسرائیلو په غړیتوب سخته نیوکه وکړه
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» وویل د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم د ماشومانو او د ښځو له حقوقو سره په اړونده نړیوالو ارګانونو او د بشري حقوقو په هیڅ یوې ټولنه کښې د غړیتوب د لرلو او د پاتې کیدا هیڅ صلاحیت نلري.
هغه په خپلې ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې د فلسطین په غزې تړانګې باندې حملو کښې د اسرائیلو رژيم جنایتونو ته په اشارې سره ولیکل داسې رژیم چې د نړیوالو بشر دوستانه ارګانونو او د هغوې ماموریت او خدماتو او حتی د دغه ارګانونو د کارکونکو ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او په تیرو پینځو میاشتو کښې یې د فلسطین کابو نهه زره ښځې او دولس زره پینځه سوه ماشومان وژلي دي ماشومانو او ښځو ته په اړونده نړیوالو ارګانونو او د بشري حقوقو په هیڅ ټولنه کښې د غړیتوب او د پاتې کیدا هیڅ صلاحیت نلري.
د فلسطین د روغتیا وزرات د شمیرنو پراساس د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې په غزې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په حملو کښې تراوسه یودیرش زره او درې سوه یوڅلویښت فلسطینیان شهیدان او درې اویا زره او یوسل څلور دیرش نور ژوبل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
د امریکا ، د بریتانیا ، د فرانسې ، د جرمني، د کاناډا ، د اسټرالیا ، د متحده عربي اماراتو، د بحرین او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په شمول ډیرې هیوادونه له اسرائیلو سره د وسلو ، د پيسو او د خوراکي توکو زیاتې مرستې کوي.