Mar 20, 2024 11:46 Asia/Kabul
  • ۱۴۰۳ هجري لمریز کال به د تولید د زیاتیدا کال وي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د نوي هجري لمریز کال په هکله د مبارکۍ په ویلو او له روژې مبارکې میاشتې سره د هغه سمون خوړلو ته په اشارې سره وویل ۱۴۰۳ هجري لمریز کال به د تولید د زیاتیدا کال وي.

هغه د ۱۴۰۳ نوي هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په ټیلي ويژن پیغام کښې په بیلابیلو حوزو کښې د تیر کال بدلونونو ته په اشارې سره وویل ۱۴۰۲ هجري لمریز کال له مهمو پیښو سره یوځاې له ټیټو هسکو ډک کال و هم یې خوږلت درلود او هم یې ترخې پیښې خو د تیر کال د پیښو نتیجه په ټولو برخو کښې د ایران وده کول وو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه پرله پسې درې کاله کیږي چې ایران له څلورو فیصدوه څخه زیاته وده کړي ده او دا په داسې حال کښې دي چې په نويمې  لسیزې کښې متوسطه اقتصادي وده له یو فیصدو څخه کمه وه.

هغه ډاګینه کړه د ایران د خلکو په ملګرتیا سره ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د تولید او د اقتصاد د ډیر رونق او د انفلاسیون د ډیر کمیدا کال او ایرانیانو ته د پرخو خدماتو د رسولو کال دی.

ولسمشر ابراهیم رئیسي اسلامي ایران ته د ګوزار د ورکولو لپاره د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره د خلکو او د چارواکو اتحاد او ملګرتیا د اسلامي ایران د دښمانانو د ناکامۍ سبب وباله او ډاګینه یې کړه په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران د خلکو له معنا ډک شتون دښمانان ناهیلي کړل.

د ایران ولسمشر د سیمې بدلونونو او د غزې جنګ ته هم لنډه شان کتنه وکړه او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو او د اسرائیلي دښمن په مقابل کښې د فلسطینیانو د مقاومت په ستائیلو سره یې وویل د دنیا زور ویونکو هیوادونو له سنګر ماتونکو نویو بمونو رانیولي تر میلیارډو ډالرو پورې ډالر صهیونیسټ رژيم ته ورکړل چې په غزې کښې دوه میلیونونه انسانان ووژني خو ونه توانیدل.

 

ټیګونه