اسلامي ایران د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بندیدا ټینګار وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن سیند د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د حملو د بندولو لپاره د مسوولو نړیوالو ارګانونو د سمدستي اقدام پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر «زیاد نخاله »سره په ټيلي فوني خبرو کښې د غزې تړانګې ټولو وسیدونکو ته د نړیوالو بشر دوستانه مرستو له محدودیت پرته او په سمدستي ډول استول ضروري وبلل.
حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د غزې تړانګې د وروستیو شپږو میاشتو بدلونونو د صهیونیسټ رژیم بشر ضده ماهیت او د اسرائیلو له نسل کشۍ د امریکا ملاتړ د نړۍ د خلکو او د ځوانانو لپاره په ښه ډول نندرې ته وړاندې کړ او د دنیا خلک په ښه ډول پوه شول چې له بشري حقوقو ، د ښځو او د ماشومانو له حقوقو دفاع د لویدیځو هیوادونو سیاسي لوبتکه ده.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد نخاله هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي او ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته د تودو سلامونو او د ایران ملت او حکومت ته د نوي لمریز کال او د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت مبارکۍ ویلو سره په فلسطین او غزې تړانګه کښې وروستی سیاسي او د جنګ د میدان په هکله معلومات ورکړل.
هغه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د یرغل د شپږو میاشتو له تیریدا سره سره د مقاومت ځواکونو بره قدرت ، روحیه او توان لوړ وباله او د ایران د اسلامي جمهوریت د سیمه ئیزو او د نړیوالو ډيپلوماټیکو اقداماتو او هڅو او د فلسطین د خلکو او د مقاومت ډلو په ملاتړ کښې د ایران د ولسمشر د کوششونو قدرونه وکړه.
زیاد نخاله د فلسطین مقاومت ډلو ترمینځ په جنګ کښې وحدت او کوټلتیا د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د وژلې د ماشین په وړاندې د فلسطین د ملت د بریالیتوب رمز وباله او ټینګار یې وکړ د فلسطین ډلو په تیره بیا په سیاسي خبرو کښې د فلسطین د ملي هدفونو په ملاتړ کښې د حماس او د جهاد اسلامي غورځنګ ترمینځ غږملتیا بیخي ښکاره ده.
له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار کړی و د دنیا لپاره د درک وړ ده چې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په ختمیدا دی او هغه یوازې د ځان د بقا کوشش کوي.
هغه زیاته کړه هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار کړی د فلسطین د خلکو او د مقاومت ډلو په مقابلې کولو سره صهیونیسټ نسل وژونکی رژیم د غزې د جنګ په جبۍ کښې ښکیل شوی دی.