پاکستان د پي کی کی ګوند د ړنګیدا هرکلی وکړ
(last modified Tue, 13 May 2025 06:16:46 GMT )
May 13, 2025 10:46 Asia/Kabul
  • پاکستان د پي کی کی ګوند د ړنګیدا هرکلی وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې د کارګرانو د ګوند په نوم د «پي کی کی» وسله والې ډلې د ختمیدا په هرکلي سره هغه په دغه هیواد کښې د پایداره سولې او د پخلاینې په لاره کښې یو ګام وباله.

شهباز شریف نن په یوه پیغام کښې وویل پاکستان په ترکیه کښې د پي کی کی ډلې د ړنګیدا چې له ترهګرۍ څخه د پاکې ترکیې او د پایدارې سولې په لور مهم ګام دی هرکلی کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف زیاته کړه دغه تاریخي بدلون د پخلاینې ، د وحدت او د ثبات په لور د حرکت کولو لپاره  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ترکیې د چارواکو او د دغه هیواد د خلکو د  رښتیوني ارادې ښودنه کوي.

شهباز شریف وویل پاکستان او ترکیه په ټولو بڼو او شکلونو کښې د ترهګرۍ د جرړې د ایستلو لپاره یوبل ته ژمن دي.

څو ساعته مخکې الجزیرې ټيلي ويژن د ترکیې د کارګرانو ګوند پي کی کی په قول وویل دغه ګوند خپل ړنګیدل او له ترکیې سره د وسله والو جنګونو د بندولو او د وسلو په ځمکې کیښودل اعلانوي.

په همدې لړ کښې د عراق رسمي خبري اژانس «واع» راپور ورکړ چې د پي کی کی مشرانو په رسمي فیصله وکړه چې دغه ګوند ړنګ کړي چې وسله وال جنګونه پاې ته ورسوي او دغه ډله بې وسلې شي.

خبري سرچینو ټینګار وکړ د پي کی کی ګوند مشر د خپلو مشرانو د غونډې فیصلې چې د روان مي میاشتې له پینځمې نیټې څخه تر اومې نیټې پورې ترسره شوې فیصلې خپرې کړې او د دغو فیصلو پراساس دغه ګوند په رسمي ډول ړنګ شو.