آیا امریکایان کولای شي ایران ته سفر وکړي؟
(last modified Tue, 13 May 2025 08:54:42 GMT )
May 13, 2025 13:24 Asia/Kabul
  • آیا امریکایان  کولای شي ایران ته سفر وکړي؟
    آیا امریکایان  کولای شي ایران ته سفر وکړي؟

پارس ټوډې - هغه پوښتنه چې د ډېرو په ذهنونو کې ده: آیا امریکایان کولای شي ایران ته سفر وکړي؟ لنډ ځواب دا دی: هو.

په وروستیو لسیزو کې د ایران او امریکا ترمنځ له سیاسي کړکېچونو سره سره، ایران هر کال د یو شمېر امریکايي سیلانیان کوربه دی چې د لیوالتیا له مخې دې هېواد ته سفر کوي څو د ایران یو حقیقي انځور تجربه کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د لوېدیځو رسنیو د روایتونو په خلاف، ډېری دا سیلانیان د ایرانیانو له میلمه پالنې حیرانېږي.

ډرو بینسکي (Drew Binsky)، چې اصلي نوم یې ډرو ګولډبرګ دی، د امریکا د ټیکساس په ډالاس کې زیږیدلی او وايي: د عام باور په خلاف، ایران خورا امن دی او داسې میلمه پاله خلک لري چې له دې مخکې ما هېڅکله نه دي لیدلي. دوی (خلکو) تر هغه وخت پورې چې ډاډه شي چې زما شرایط مناسب دي او په امنیت کې یم، زما سره ملتیا کوله.  واقعا نه غواړم تاسو دوکه کړم. هر څه چې ما وویل ۱۰۰ سلنه ریښتیا دي.

جان پاول سلوا، چې د فلوریډا له اورلانډو څخه د "جي پي" په نوم پېژندل کېږي، هم ایران ته د خپل سفر په اړه وايي: د ایرانیانو مېلمه پالنه په نړۍ کې ساری نه لري. هغه ایران ته په خپلو درې ځل سفرونو کې، یوه شپه هم په هوټل یا مسافرخونه کې نه ده تیره کړې او تل د ایرانیانو په کورونو کې میلمه پاتې شوی دی.

هغه وايي: همداسې پیل شول. د یوه چا په کور کې وم او بیا یې له ما څخه پوښتنه کوله چې  بل سفر به کوم ښار ته وي او ما وویل چې نه پوهېږم، شاید اصفهان ته ولاړ شم. بیا به یې ویل، ښه ده، هلته زما د تره زوی په اصفهان کې دی او ته کولای شې د هغه په ​​کور کې پاتې شې، او داسې په نورو ښارونو کې.

 

د امریکا بندیزونه؛ د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ یو خنډ

خو ولې، له دې مثبتو تجربو سره سره، ایران ته د امریکایانو سفر لاهم محدود دی؟ د ایران د حکومت ویاندې، فاطمه مهاجراني، په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې یادونه وکړه: موږ هېڅکله د امریکایانو له پانګونې یا حضور سره ستونزه نه درلوده. دا دوی دي چې ځانونه یې د ایران له لوی ظرفیت څخه محروم کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بقايي هم په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې ټینګار وکړ: اصلي ستونزه، د امریکا پېچلي قوانین او څو پوړیز بندیزونه دي، چې حتی ساده اقتصادي معاملې یې د خپلو اتباعو لپاره ستونزمنې کړې دي.

 

کړکېچنه تاریخچه؛ د زمري د ۲۸مې له کودتا څخه نیولې بیا تر ظالمانه بندیزونو پورې

د زمري د ۲۸مې کودتا باید د ایران په چارو کې د امریکا د لاسوهنې پیل وګڼل شي. د امریکایانو د اعتراف له مخې، چې د سي آی اې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپرو شویو اسنادو کې منعکس شوی، د انګلیس د امنیتي دستګاه استازو د سي آی اې استازو ته د مصدق حکومت د نسکورولو او د هغه پر ځای د بشپړ تړلي حکومت د رامنځته کولو وړاندیز وکړ، چې په ۱۳۳۲ کال کې د امریکایانو له مثبت ځواب سره مخ شو.

بیا، د اسلامي انقلاب په وخت کې، د ایران پر وړاندې د امریکا یو اړخیزه بندیزونو نه یوازې اقتصاد، بلکې حتی د خلکو ترمنځ اړیکو باندې هم اغېزه وکړه.

 

د اړیکو راتلونکی: د کړکېچونو تر شا فرصتونه

که څه هم د امریکا لاسوهنو او پالیسیو د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي، خو د سیلانیانو مثبتې تجربې او د دې هېواد د سوداګریزې ټولنې د یوې برخې لیوالتیا ښیي چې د اقتصادي او کلتوري همکارۍ ظرفیت شته. ممکن یوه داسې ورځ راشي چې ډیپلوماسي د بندیزونو ځای ونیسي او ایران ته سفر به د هر امریکایي لپاره د الوتکې د ټکټ اخیستلو په څېر اسانه وي.