Apr 02, 2024 14:58 Asia/Kabul
  • د اسلام د تاریخ تر ټولو حیرانونکی سیاسي او ټولنیز لیک ته کتنه

پارس ټوډې ـ هغه وخت چې د پیغمبر وصي او د نړۍ د شیعه مسلمانانو لومړي امام حضرت علي علیه السلام «مالک اشتر» د مصر واکمن جوړ کړ هغه ته یې لیک ولیکه چې د حکومت کولو عهدنامه ده.

په دغه لیک کښې د اسلامي حکومت ، د اسلامي واکمن، د ښاریزو د حقوقو، او له ښاریزو سره د حکومت د اړیکو ځانګړتیاوې بیان شوي دي.

د حضرت امام علي علیه السلام ژوند ته لنډه کتنه:

حضرت علي بن ابي طالب له هجرت څخه درویشت  مخکې زیږیدلی و  او هغه د نړۍ د شیعه مسلمانانو لومړی امام ، د اسلام د ګران پیغمبر صحابي ، د حضرت محمد د حدیثونو بیانونکی او دغه راز د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم زوم او تره زوی او د قران او د پیغمبر د وحي کاتب او لیونکی دی.

هغه حضرت دغه راز د اهل سنتو په خلفا راشدین کښې څلورم خلیفه دی او د شیعه تاریخ لیکونکو  او د ډیرو اهل سنت علماو  په وینا امام علي علیه السلام د خدای په کور یعني کعبې کښې وزیږید. هغه لومړنی کس و چې په پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم یې ایمان راوړه.

د شیعه مسلمانانو له نظره حضرت امام علي علیه السلام د خدای پاک په حکم او د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په تصریح د خدای د رسول صلی الله علیه واله وسلم بلافصل ځای ناستی دی .

د قران کریم یوشمیر ایتونه هم له پلیدیو د حضرت امام علي علیه السلام د پاکوالي او عصمت دلالت کوي.

د شیعه او د ځینو اهل سنت سرچینو پراساس د حضرت امام علي علیه السلام په فضلیت کښې په قران کریم کښې کابو درې سوه ایتونه نازل شوي دي.

هغه د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د لور حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها خاوند او د یولسو شیعه امامانو پلار او نیکه دی.

د حضرت علي بن ابي طالب شهادت د هغه تورې د ګوزار د خوړلو له کبله و چې د څلویښتم هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې نیټې په سهار د عراق د «کوفې» ښار په جومات کښې د سرزورو ډلو د یوه خوارج لخوا په هغه وکړی شو او هغه د روژې د میاشتې په یویشتمه نیټه شهید شو.

نهج البلاغه کتاب :-

نهج البلاغه کتاب د حضرت امام علي علیه السلام له خطبو، لیکونو او لنډو ویناو څخه ډک دی چې سید رضي لخوا  د څلورمې هجري قمري پیړۍ په پاې کښې راټولې کړې شوي دي.

نهج البلاغه کتاب د خپلې محتوا او د بلاغت په دلیل «اخ القران» یعني د قران ورور نومول شوی دی.

د حضرت امام علي علیه السلام یو مشهور لیک په مصر کښې خپل محبوب« والي» یعني مالک اشتر نخعي ته لیکل شوی  و.

په دغه لیک کښې حضرت امام علي علیه السلام یو شمیر خبرې لیکلي دي چې هره خبره یې د لوستونکي په تیره بیا د عادلو سیاستوالانو او د  هغو کسانو لپاره د علم او د معرفت خزانه ده چې په هره زمینه کښې یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

مونږ د حضرت امام علي علیه السلام دغه لیک په دریو برخو کښې راغونډ کړی دی او دلته مو بیان کړی دی.

لومړۍ برخه :

 واکمنانو ته د حضرت امام علي السلام ځینې اخلاقي سپارښتنې:

۱ اسلامي واکمن باید له خلکو سره مینه وکړي او مهربانۍ ورسره وکړي او د خونخواره درندګانو په شان نه وي چې د خلکو خوړل غنیمت وګڼي.

۲ په ځینو موردونو کښې چې امکان وي له بښنې او اغماض څخه د خلکو برخوریدل ځکه چې خلک غلطۍ او اشتباه کوي او واکمن باید خلک وبښي او واکمن باید زغم ولري.

۳ اسلامي واکمن په دې سربیره چې په خپله  د نورو عیب ونه لټوي باید عیب لټونکي کسان له ځانونو لیرې کړي، ځکه چې خلک یوشمیر عیبونه لري او واکمن باید هغه عیبونه پټ وساتي.

۵) واکمن باید چغل خور کس  تصدیق نکړي که څه هم چغل خور ځان د خیرخواه په توګه وښيي.

۶) اسلامي واکمن په عمل کښې په هغه ژمنه باندې عمل کښې چې خدای پاک له هغه اخیستي ده بریالی نه کیږي مګر دا چې له خدای پاک څخه په مرستې او اهتمام سره او حق ته د احترام لپاره د نفس په چمتو کولو سره.

۷) اسلامي واکمن باید هیڅکله له هغه بښنې چې چې څوک یې بښلي وي پښیمانه نشي او له هغه سزا چې چا ته یې ورکړي ده خوشحاله نشي.

۸) واکمن باید د خپل څلرویشت ساعته وخت یعني د شپې او ورځې ځینې ښه ساعتونه له خدای سره د ارتباط لپاره بیل کړي او د اخلاص لوړ مقام ته د رسیدا لپاره له کومې نیمګړتیا پرته واجبات او نورې الهي دندې ترسره کړي.

۹)واکمن له هغو ژمنو سره چې ورکوي یې وفاداره ووسي او خلاف ورزۍ ونکړي.

۱۰) واکمن باید بدبیني، د هیبت تندوالی او د خپلې ژبې او د لاسونو یرغل کنټرول کړي او په قصدي ډول د خلکو له وژلو ډډه وکړي.

دوهمه برخه:

واکمنانانو ته د حضرت امام علي علیه السلام ځینې ټولنیزې سپارښتنې :

۱ د اسلامي واکمنانانو تر ټولو محبوبه چاره باید په حق کښې د هغوې رسا کیدل او د عدل پراخ بنسټه کول او تر ټولو جامع د ټولنې د خلکو د رضایت لپاره ووسي.

۲ له اسلامي واکمن سره تر ټولو مقدم خلک باید هغه څوک ووسي چې حق په تر ټولو ترخو حالاتو کښې هم له نورو څخه په ښه ډول خلکو ته ورسوي.

۳ هغه  څه چې د واکمن لپاره د ټولنې د  اشخاصو د فردي ناوړه کارونو او ګناهانو څخه چې د پردې شاته دي او د واکمن لپاره ښکاره نه دي شوي ځان د هغه په هکله بې توجه وښيي.

۴ د واکمن په اختصاصي دندو کښې دا ده چې د خلکو ضرورتونه په هماغه ورځ چې دې ترې خبریږي پوره کړي او کار په هماغه ورځ ترسره کړي ځکه چې هره ورځ خپل موقعیت لري.

۵ واکمن باید ځان له خلکو لیرې نکړي ځکه چې د ټولنې له خلکو څخه د واکمن ځان پټ ساتل له چارو څخه د یو ډول د کمې اطلاع سبب ګرځي.

۶ واکمن ژمن دی د ټولنې په نورو خلکو باندې د خپلو خپلوانو له بره بللو او ورته ترجیح ورکولو ډډه وکړي.

۷ واکمن باید د هغه نیکۍ په خاطر چې له خلکو سره یې کوي په خلکو باندې احسان ونکړي او هغه کار  چې د ټولنې په ګټه یې کړی دی  تائید کړي.

دریمه برخه:

واکمنانو ته د حضرت امام علي علیه السلام ځینې سیاسي سپارښتنې :

۱ واکمن باید له بخیلو، ډارنو او لالچي کسانو سره له مشورې کولو ډډه وکړي ځکه چې بخل ، ویریدل او تمه داسې غریزې دي چې په دوې ټولو  کښې جامع د خدای په هکله ناوړه شک کول دي.

۲ هیڅکله نیک کاره او بدکاره  انسانان د واکمن په نظر یو شان  نه وي ځکه چې دغه عمل سبب کیږي چې نیک کاره کسان په خپل نیک کار کښې سپک شي او بد کاره کسان په خپلو بدو کارونو کښې تشویق شي.

۳ واکمن باید هیڅکله هغه  سنتونه او دودونه مات نکړي چې د نظر خاوندانو د ټولنې په صلاحیت سره په هغو عمل کړی دی او هغه سنتونه د ټولنې د خلکو د معقولې غږملتیا سبب دي.

او هیڅکله داسې سنت او دود چې د خلکو ښه دودنه له مینځه وړ ونه ټاکي.

۴ واکمن باید د  ظلم او اغراض په هکله  هر ډول تور چې د خلکو لخوا په هغه لګیږي  ختم کړي.

که چیرې د ټولنې خلک د واکمن په هکله د ظلم او د تیري ګومان وکړي خپل عذر او بښنه د هغه دریځ یا کړچار په هکله چې د خلکو د بدګومانې سبب شوی دی ښکاره کړي او په ځان باندې د خلکو ناخوښ ګومانونه منتفي کړي.

۵  واکمن باید په چارو کښې د وخت له رسیدا مخکې ګړندی وي.

۶ واکمن باید په داسې وخت کښې چې په یوې چارې کښې شک او تیاره وي د حقیقت د کشفولو او د هغه د منلو پرځاې زیل ونکړي.

۷ واکمن باید په هغه چاره کښې چې ټول خلک پکښې برابر دي ځان په نورو باندې بره و نه ګڼي.دا  یعني واکمن باید ځان د ژوند په حق ، د کرامت په حق ، د ازادۍ په حق  او وغیره وغیره کښې ځان په نورو باندې بره ونه ګڼي او د انساني شرف ، حیثیت او معاش په چارو کښې د خلکو حقوقو تر پښو لاندې کړي.

۸ واکمن باید په هغو چارو کښې چې مسوولیت یې پرغاړه دی او خلک هغه ویني ځان په غفلت او نا پوهې وانه چوي.

 

ټیګونه