Apr 08, 2024 13:17 Asia/Kabul
  • محصیل باید غوښتنونکی ووسي/ معظم لارښود او ۳۰۰۰ محصیلین

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په ګناه له ککړو ځينو کارونو غفلت   د دوي د ترسره کیدا علت وباله او وې وئيل،په ټولنیزو چینلونو او انټرنیټ کې  ځیني لیکنې او خبرې  چې له تحقیق  او دقت او پام پرته ترسره کیږي، د غافلانه ګناه  مصداق دی او  انسان  ئې حتما باید د خداوند متعال په  درګاه کې  ځواب ویونکی  شي. دوي دغه راز وفرمائيل؛البته  هیڅکله محافظه کاري ، نیوکه نه کول او د غلطیانو نه رابرسیره کولو  سپارښتنه نه کوو،  خو باید  هره خبره او عمل کې  دې ډير دقت وکړو.

پارس ټوډې -  د اسلامی انقلاب معظم لارښود د هر کال د دود په اساس  د روژې په مبارکې میاشتې کې ، پرون یکشنبې ورځې  له کابو درو زرو محصیلینو او  د ایران د پوهنتونونو د کلتوري ،علمي ،سیاسی او اجتماعي ټولنو  له استازو  سره  تقریبا دوه نیم ساعته  کتنه او خبرې اترې وکړې.

ددغې کتنې په پیل کې د محصیلینو د ټولنو څو نمایندګانو ، د ایران او نړۍ په باب  خپلې لیدتوګې ،نیواکې او وړاندیزونه بیان کړل. له دې  وروسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود خپل نظر وړاندې کړ.

امام خامنه اي د بحث په پيل کې  او د روژې د مبارکې میاشتې  شپو ورځو ته په پام سره د رمضان المبارک  د میاشتې له برکته  د ترلاسه شوي نورانیّت او طهارت  د ساتلو لپاره اصلي لاره ،  له ګناه څخه ډډه کول وبلل.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په ګناه له ککړو ځينو کارونو غفلت   د دوي د ترسره کیدا علت وباله او وې وئيل،په ټولنیزو چینلونو او انټرنیټ کې  ځیني لیکنې او خبرې  چې له تحقیق  او دقت او پام پرته ترسره کیږي، د غافلانه ګناه  مصداق دی او  انسان  ئې حتما باید د خداوند متعال په  درګاه کې  ځواب ویونکی  شي. دوي دغه راز وفرمائيل؛البته  هیڅکله محافظه کاري ، نیوکه نه کول او د غلطیانو نه رابرسیره کولو  سپارښتنه نه کوو،  خو باید  هره خبره او عمل کې  دې ډير دقت وکړو.

دوي همداراز  په هیواد او ټولنې کې  موجود اشکالات او تیروتنې په دغې کتنې کې  د محصیلیونو  له  مطرح شوو مطلبونو او غوښتو ډيرې زیاتې وبللې  او زیاته ئې کړه، د محصیل اصلي  کار ، درس لوستل دي ،البته ددې ترڅنګ  خلکو او ټولنې ته  نظر کول او د مشکلاتو دحل لارې وړاندې کول  د محصیلینو  د حتمي جزیاتو برخه ده.

د اسلامی انقلاب معظمل لارښود د پهلوي د فاسد،خاین او اړونده نظام د واقعیتونو په بیانولو کې  ووئيل،په هغه پړاؤ کې د ایران   په عظمت د یوه هیواد  د واکوالۍ په سر کې یوې پستې  او په ډول ډول  فسادونو یوې ککړې  کورنۍ  پرخلکو  حکومت کاوۀ، ددې په ترڅ کې چې د ټولنې د مدیریّت له پلوه هم یو مطلق استبداد  حاکم ؤ او  د اوس مهال په اپوټه ،  خلکو  د هیواد په مسئلو کې  شتون او دخالت نه درلود او  په هیڅ حسابیدل.

 په خلکو په ظلم او سرزوري  کولوسره د پرَدیو په مقابل کې سرټيټي  او  سیاسی ګوډاګیتوب ،د لویدیځ  د کلتوري وروسته پاتیوالي،پرګنیزه تشه، بې عدالتي ، ډیر زیات توپیر، له دربار سره د ټولو مسئولانو اړوندوالی ، له اسلامی  انقلابه مخکې نور هغه واقعیّتونه وو چې  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  ورته اشاره وکړه.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددغو مبارزو د بشپړتیابڼه، د طاغوتي رژيم په ضد دحضرت امام خمیني په رهبرۍ  او ددیني عالمانو په مخکښ کیدا سره د ولس مبارزه  وبلله او  وې وئيل،  ارواښاد امام د یوه دیني او ملي حرکت په چوکاټ کې  خلک غونډ کړل او انقلاب دغه شان  رامینځةشو  چې  دا د ایران د ملت  تاریخي پيژندپاڼه ده.

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ووئيل، د  اسلامی جمهوری نظام  آرمانونه  په دوو کلی عنوانونو کې خلاصه کیږي؛په اسلامی رودې سره د  هیواد اداره کول  او  دیوه هیواد د ښه اداره کولو ئې نړیوالو ته د بیلګې وړاندې کول، چې تاسو محصیلین،په مطالعاتي  او فکري غونډو او محفلونو کې او  اسلامی انقلاب ته  له معتقدو نظر  خاوندانو  سره په ارتباط کې  باید  ددغو دوو عنوانونو   د  تحقق د لارو  چارو د اپډيټ لپاره  کار او هڅه وکړئ.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز  اخلاق، دینداري ،تعاون ،د اسلامی ژوند سټایل   او سرښیندنه او مجاهدت  د معنوي پرمختګ سپرَکي وبلل او  وې وئيل،  ددغو ټولو مؤلفو  او مادي او معنوي سپرَکو تحقق ، داسې  ماډرنې  او نوښتګرې نظرئې،فکر او پلانونې ته اړتیا لري  چې   دمحصیلینو ټولنه باید  دخپلو  غوښتنو  او حساسیّت او  اندیښنو ترڅنګ  په دې زمینې کې دوامدار   کار او هڅه وکړي.

 دوي همداراز د اسلامی جمهوری  نظام دوهم آرمان  یعني دنیا ته د هیواد د اداره کولو  بیلګه وړاندې کول په حقیقت کې ددنیا د خلکو لپاره زړه سواندي او خیر غوښتل وبلل او وې ويل،  دغه آرمان په ځينو اړخونو کې  تر یوه حده محقق شوی  او ډيرې هغه پیښې چې  تاسو ځوانان ا حساساتي کوي  او د سیمې او دنیا په سویه  په هغوي ویاړ کوئ،د تاسو له هیواد،ټولنې او اسلامی انقلاب سره ا ړونده دي

دوي همداراز ددې لپاره   په پوهنتونونو کې  د هڅو شتون ته په اشارې سر ه چې  ایراني محصیلین  خپل تشخّص د لویدیځ په پلۀ د پَل په کیښودو کې ګڼي ، ووئيل، د محصیلینو ټولنې  دې ددغو هڅو په مقابل کې په فعاله توګه ودریږي او خپل مسئولیّتونه دې ترسره کړي.

 

ټیګونه