Apr 13, 2024 14:50 Asia/Kabul
  • د ایران ۹ توغندی چي صهیونیستان یې سخت ویرولي

پارس تودی- په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائیل د رژیم له برید وروسته، د ایران د غچ اخیستلو سیورې په اسرائیل رژیم کې ویره خپره کړې ده.

د نړیوالو اصولو له مخې، په ډیپلماټیکو استازولیو او دفترونو باندې هر ډول برید ممنوع ده، او د برید په صورت کې ورته ځواب مشروع او قانوني حق بلل کیږی. په دې خاطر د ایران د اسلامي جمهوریت جګپورو چارواکو اسرائیل رژیم نه د غچ اخیستلو او د سخت ګوزار د ورکولو ژمنه کړې ده.

په دې اړه د چهارشنبې په سهار امام خامنه ای د اختر په لمانځه کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائیل برید ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي په نړیوالو اصولو کې د یوه هیواد په سفارت او کنسولګریو برید، د هغه هیواد په خاورې باندې برید بلل کیږي او صهیونیست رژیم باید د دې کار سزا وویني.

د ایران لیري واټن ویشتونکی توغندۍ په وروستیو کلونو کې د اسرائیل د رژیم لپاره په یوه خپسکه بدله شوې ده، نن سبا هم د توغندیو استعمال له اسرائیل څخه د غچ اخیستلو په بحثونو کې مطرح کیږي.

د امریکا دفاع وزارت د ایران توغندوي وړتیا، په لوېدیځه اسیا کې له ټولو ستره وړتیا بولي او مونږ هم دلته د ایران ۹ مشهورو توغندیو ته اشاره کوو:

  ۱ -  خرمشهر۴ نومې توغندی

خرمشهر

چي ورته خیبر هم ویل کیږي او دوه زره کیلومټره لیري واټن هدف په نښه کولایشي

دیارلس میټر اوږدوالې لري او یو نیم میټر هم پلن دی او وزن یې ۳۰ زره کیلو ده، چاودېدونکې خولۍ یې هم یونیم ټن وزن لري.

له توغېدو وروسته تر ۱۶ ماخ پورې سرعت ته رسیږي او د پرېوتلو پر مهال سرعت یې ۸ ماخه ده.

 

۲ – حاج قاسم نومې توغندی

حاج قاسم نومې توغندی

 

 چي ۱۴۰۰ کیلومټره لیري اهداف په نښه کوي او اوږدوالې یې ۱۱ میټره دي او پلنوالې یې هم یو میټر او ټوټل وزن یې ۷ ټنه دي. جنګي خولۍ هم ۵۰۰ کیلو ګرام او ۵ ماخه چټکټیا لري.

۳- خیبرشکن نومې توغندی

خیبر

چي ۱۴۵۰ کیلومټره لیري هدف ویشته کوي او لس نیم میټره اوږد دی چي وزن څلورنیم ټنه او جنګي خولۍ یې هم ۵۰۰ کیلو ده او ۵ ماخه پورې یې سرعت رسېږي.

 

۴- سجیل توغندی

سجیل

دوه نیم زره کیلومټره لیري هدف له مینځه وړي، کابو ۱۸ میټره اوږدوالې لري او وزن یې هم ۲۳ ټنه دی او جنګي خولۍ یې هم ۵۰۰ کیلو ده، د توغندی سرعت ۱۴ ماخه پورې رسیږي.

5- موشک پاوه

پاوه

یو زر او ۶۵۰ کیلومټره لیري واټن کې اهداف په نښه کوي او له ځمکې نه ۵۰ میټره بره الوت کوي، په دې معنا چي رادارونه یې کشفولای نه شي، سرعت یې هم ۹۰۰ کیلومټرو ته رسیږي.

6- موشک فتاح 2

فتاح

یو زر او ۴۰۰ کیلومټره لیري اهداف په نښه کوي، اوږدوالې یې ۱۲ میټرو ته رسیږي، پلنوالې ۸۰ سانټي میټر او وزن یې هم څلور زره کیلو ده، جنګي خولۍ هم یې ۵۰۰ کیلو وزن لري او سرعت یې ۵ ماخ پورې رسیږي.

7-موشک قدر (درې ګونی)

موشک قدر

دوه زره کیلومټره لیري اهداف په نښه کوي او ۱۶ میټره اوږدوالې لري، یو مټر او ۲۵ سانتی پلن دی او وزن یې هم کابو ۱۷ ټنه دي چي د جنګي خولۍ وزن یې تر یو ټن پورې رسیږي او سرعت یې هم ۹ ماخه ده.

 8-موشک عماد

عماد

 

دغه توغندی په یو زر  او ۷۰۰ کیلومټرو کې اهداف په نښه کوي، ۱۵ نیم میټره اوږدوالې او ۲ اعشاریه ۲۰ سانتی پلنوالې لري، وزن یې هم ۱۷۵۰ کیلو ته رسیږي. د دې توغندی د سرعت او نورو ځانګړنو په هکله معلومات نه دي خپاره شوي.

9- موشک شهاب3

شهاب ۳

 

دغه توغندی ۲ زره کیلومټره لیري اهداف په نښه کولایشي او ۱۶ میټره اوږدوالې او یو نیم میټر پلنوالې لري، وزن یې هم یو زرو ۷۸۰ کیلو ته رسیږي.