Apr 14, 2024 05:37 Asia/Kabul
  • د ۵ سرو زرو او ۳ برونزو مډالونو په ګټلو سره، د ایران ملي ټیم د آسیا د آزادې غېږ نیونې اتل شو

پارس ټوډې – د آسیا د لویانو آزادې غېږ نیونې د اتلولۍ سیالۍ د ۲۳ هېوادونو په ګډون سره، د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې ترسره شوې، چې د ایران ټیم د اتو مډالونو په ګټلو سره، دغه اتلولي خپله کړه.

د ایران ټیم د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې د آسیا د آزادو غېږ نیونې په سیالیو کې، د رحمان عموزاد خلیلي په ۶۵ وزن کې، امیر محمد یزداني په ۷۰، محمد نخودي په ۷۹ وزن، امیر حسین فیروزپور په ۹۲ وزن کې او حسین زارع په ۱۲۵ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو پنځه مډالونه وګټل.

همدارنګه، درې د برونزو مډالونه هم حسین ابوذري په ۷۴ کیلو ګرامه، هادي وفایي پور په ۸۶ کیلو ګرامه او محمد حسین محمدیان په ۹۷ کیلو ګرامه وزن کې وګټل او اتلولي یې ترلاسه کړه.

د ټیمونو په درجه بندۍ کې له ایران وروسته، د جاپان او قرغیزستان ټیمونه په دویم او درېیم ځای کې ولاړ دي.

د آسیا د فرنګي غیږ نیونې سیالۍ به هم د دوشنبې په ورځ، د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې پیل شي او د ایران د فرنګي غیږ نیونې ملي لوبډله به، د دې سیالیو د اتلولۍ ګټلو د مدافع په توګه، میدان ته ننوځي.

کلیدي کلمې: ایراني غېږ نیونه، د آسیا غېږ نیونې د اتلولۍ سیالۍ، امیر حسین زارع، رحمان عموزاد.

ټیګونه