په سریلانکا کې د ایراني انجینیرانو لخوا د "اومااویا" لویې پروژې پلي کېدل
پارس ټوډې - د سریلانکا د "اومااویا" څو اړخیز بند او برښنا پروژه، چې ټول یې د ایراني شرکتونو لخوا ترسره شوي، د ایران د تخنیکي انجینیرۍ خدماتو صادرولو په برخه کې د بند جوړولو، د اوبو د لېږد او د برښنا د تولید یوه ترټولو ستره پروژه ده چې په راتلونکو ورځو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو په شتون سره ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د اوما اویا (Uma Oya) پروژې په پلي کېدو سره، چې د سریلانکا د پلازمېنې کولمبو ختیځ ته په 230 کیلومترۍ کې جوړه شوې ده؛ د دې هېواد په اووا ولایت کې د اوماوایا او ماهاتوتیلا اویا سیندونو اضافي اوبه، د کرنې پراختیا لپاره د همدې ولایت د کم اوبو سیمو ته لیږدول کېږي.
د دې هدف له تحقق سره سم به، د ۱۲۰ میګاواټو په ظرفیت سره د دغې پروژې د ځمکې لاندې د بریښنا د تولید له لارې، د انرژۍ تولید ترسره شي.
په کال کې د 290 ګیګاواټه ساعتو انرژۍ تولید، د سریلانکا په سویل ختیځ وچه سیمه کې د 5 زره هکتارو کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسول او له باراني سیمو څخه وچو سیمو ته د 145 میلیون متر مکعب اوبو لېږد، د دې پروژې له اهدافو څخه دي، چې د ایران د "فرآب" شرکت لخوا ترسره شوې او په سریلانکا کې د ایراني متخصصینو او انجینرانو په هڅو د پلي کېدو او ګټې اخیستنې مرحلې ته رسېدلې ده.
په دې پروژه کې د دوو TBM وسیلو سره، د 24 کیلومتره تونلونو پلي کول په ډېرو سختو جیولوژیکي شرایطو کې د منځني لاسرسي پرته او د اوبو د لوړ فشار برخو په شتون، د 618 مترو په اوږدوالي سره د اوبو د بریښنا په فابریکو کې د نړۍ ترټولو اوږد عمودي شافټ (تونل) کیندل، په معلق ډول د نږدې 1000 ټنو عمودي وزن سره د فلزي شافټ پوښ پلي کول او د ځمکې د 750 مترو په ژوروالي کې د بریښنا د فابریکې نصب او جوړول، چې ورته مقار ویل کېږي، یو له بې ساري انجینیري پروژو څخه ګڼل کېږي.
د دې پروژې ایراني اجرا کوونکی په 1401 کې د سیمه ایزو ټولنو پر وړاندې د مسؤلانه چلند له امله، د ټولنیز مسئولیت ترټولو لوړې جایزې ترلاسه کولو کې بریالی شو. همدارنګه، د تونل جوړولو او د ځمکې لاندې ځایونو ITA د نړیوالې ټولنې د اعلان سره سم، د "اومااویا" څو اړخیزه پروژه، په 2020 کال کې د 50-500 میلیون یورو پروژې په کټګورۍ کې د څلورو نهایي ټاکل شویو پروژو په ډله کې راغله.
ایران د اوبو او برښنا په صنعت کې د مخکښ هېواد په توګه، د دې صنعت په برخه کې د تخنیکي او انجینیري خدماتو په صادرولو کې د لوېدیځې آسیا په سیمه کې لومړی مقام لري.
د ایران اسلامي جمهوریت همدارنګه، په نړۍ کې د برښنا د توربینونو د تولید په پنځو مخکښو هېوادونو کې دی او د خپل ځان د برښنا د تولیدي صنعت د اړتیا وړ برخې له ۹۱ سلنه څخه زیاته یې په کور کې دننه جوړوي.
د اوبو رسولو د شبکې، تونلونو او د بندونو د جوړولو په ګډون، د اوبو د سرچینو د مدیریت د وسایلو په برخه کې، د ایران تخنیکي او انجینیري وړتیا، هم سل په سلو کې ده او ایران په دې برخه کې د نړۍ په څلورو غوره هېوادونو کې ځای لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وړاندې، په ایران کې د تخنیکي – انجینیرۍ د پروژو د پلي کولو وړتیا نه وه او دغه هېواد د اوبو په صنعت کې پر بهرنیو شرکتونو تکیه کوله.
کلیدي کلمې: د ایراني انجینیرانو وړتیا، ایراني توربینونه، د بندونو جوړول، ایران او سریلانکا، د برښنا فابریکې