په تهران کې وړوکی شهزاده/د پارس ټوډې غوره انځورونه
پارس ټوډې – د ماهان حیدری په ډایریکټرئ او د الی حیدري او الناخلیلی په پروډیوسرئ سره د وړوکی شهزاده(شازده کوچولو) په نامې سره میوزیکل شو یا نمایش د تهران په وحدت هال کې پر تیټر ننندارې ته وړاندې شو.دغه داستاني نمایش د فرانسې دیوه مشهور لیکوال آنتوان دوسنټ اګزوپري له The little prince داستان دی چېد یوشمیر سندرغاړو او غږؤنکو په شتون سره اجرا کیږي.
د ؛ وړوکی شهزاده ؛ نومې میوزیکل شو د ۵۰ ځوانو او زلبمیو ایکټرانو، میوزیشنز او غږونکو په وسیله د وری یا حمل د میاشتې په ۲۹نیټه دتهران په وحدت تالار یا هال کې د تیټر پر پَردې نندارې ته وړاندې شوې ده .
ددغه اثر د کیسې په خلاصې کې راغلي دي؛وړوکی شهزاده د دوست د موندلو لپاره له خپلې سیارچې روانیږي او د نورو سیارو او سیارچو په تکل کې ګرځي او بلاخره د مځکې سیارې ته رسیږي؛هغه په مځکې کې له یوې تورړئ سره آشنا کیږي، چې غواړي ، کنټرول شي.
په دوام کې د ایرانیو خبری آژانسونو له انځورګرانو څخه د پارس ټوډې ټاکل شوي انځورونه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.