د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو فاینل نومونه اعلان شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149276-د_ایران_د_ولسمشریزو_ټاکنو_لپاره_د_کاندیدانو_فاینل_نومونه_اعلان_شول
د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د ټاکنو په څوارلسم پړاؤ کښې د ګډون لپاره د صلاحیت لرونکو کاندیدانو نومونه اعلان کړل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 10, 2024 03:56 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو فاینل نومونه اعلان شول

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د ټاکنو په څوارلسم پړاؤ کښې د ګډون لپاره د صلاحیت لرونکو کاندیدانو نومونه اعلان کړل.

د ایران د انتخاباتو د کمیټې ویاند محسن اسلامي پرون د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د تایید شویو کاندیدانو نومونه

ښاغلي " مصطفی پورمحمدي، مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، محمدباقر قالیباف او سید امیرحسین قاضی‌زاده هاشمیي"د ایران د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره تایید شوي کاندیدان دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیداتورۍ لپاره نوم لیکنه د روانې غبرګولي میاشتې له لسمې نیټې پیل شوې وه او د هم دې میاشتې په څوارلسمه پاې ته ورسیده او په دې موده کښې ۸۰ کسانو د یادو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه.

خو د شورای نګهبان له خوا د پورته ذکر شویو شپږو کاندیدانو صلاحیت تایید شو او هغوي به د چنګاښ د میاشتې په اتمه نیټه ترسره کیدونکو ټاکنو کښې، د ولسمشرۍ د چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په خپلو کښې سیالي وکړي.