د ایران د فولادو تولید وده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149376-د_ایران_د_فولادو_تولید_وده
د ایران د فولادو تولیدونکو ټولنه وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې د ایران د فولادو تولید ۱.۶ سلنه زیات کړی دی.
(last modified 2024-06-13T06:18:41+00:00 )
Jun 13, 2024 10:38 Asia/Kabul
  • د ایران د فولادو تولید وده

د ایران د فولادو تولیدونکو ټولنه وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې د ایران د فولادو تولید ۱.۶ سلنه زیات کړی دی.

ایرنا خبري اژانس د فولادو د تولیدونکو ټولنې د را پور پر اساس خبر ورکړی چې د اوسپنې او فولادو سلسلې په خامو موادو کې د تولید تر ټولو لوړه وده د اوسپنې د کانټریټ په شمول د ۱۷.۶ فیصده ودې سره او د ګندلې  د ۶،۸ فیصده ودې په شمول د اوسپنې په تولید کې شوې ده.

د دې راپور له مخې، د اوږدو برخو له میلګرد، تیر اهن، نبشي او ناودانی تولید هم 1.5٪ وده کړې.

د ګرمو شیټونو په تولید کې د 3.1٪ زیاتوالی پر بنسټ د ټولو ډوله فولادو شیټونو په تولید کې 3.6٪ وده د دې صنعت یوه بله لاسته راوړنه ده.