د ایران د فولادو تولید وده
Jun 13, 2024 10:38 Asia/Kabul
د ایران د فولادو تولیدونکو ټولنه وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې د ایران د فولادو تولید ۱.۶ سلنه زیات کړی دی.
ایرنا خبري اژانس د فولادو د تولیدونکو ټولنې د را پور پر اساس خبر ورکړی چې د اوسپنې او فولادو سلسلې په خامو موادو کې د تولید تر ټولو لوړه وده د اوسپنې د کانټریټ په شمول د ۱۷.۶ فیصده ودې سره او د ګندلې د ۶،۸ فیصده ودې په شمول د اوسپنې په تولید کې شوې ده.
د دې راپور له مخې، د اوږدو برخو له میلګرد، تیر اهن، نبشي او ناودانی تولید هم 1.5٪ وده کړې.
د ګرمو شیټونو په تولید کې د 3.1٪ زیاتوالی پر بنسټ د ټولو ډوله فولادو شیټونو په تولید کې 3.6٪ وده د دې صنعت یوه بله لاسته راوړنه ده.
ټیګونه