Jun 17, 2024 07:33 Asia/Kabul
  • مخبر: د اسلامي نړۍ پوهان بايد په غزه کې د سولې او ارامۍ د تامین لپاره کار وکړي

د ایران د ولسمشرۍ د ادارې مشر هیله څرګنده کړه چې د دغه لوی اختر په رارسیدو سره به د اسلامي نړۍ د ټولو چارواکو او مفکرینو په دوه چنده کوششونو سره په سیمه کې سوله او ارامي راشي. دغه راز یې هیله څرګنده کړې چې د غزې مظلوم ملت به د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له شره خلاص شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د ولسمشرۍ د ادارې مشر«محمد مخبر» د یکشنبې په ورځ د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف د ټلیفوني اړیکې په ځواب کې هغه ته د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي ورکړه.

هغه له اسلامي هېواده د جګړې د ناوړه میراث د لرې کولو او نړۍ ته د خالص محمدي اسلام د ښکلو څېرو د څرګندولو لپاره د اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ.

د ایران د ولسمشرۍ د ادارې مشر وویل: جنګ، تاوتریخوالی او ترهګري د نړۍ د مظلوم ولسون لپاره د ظالمانو او متکبرانو میراث ګرځیدلی.

نوموړي د غزې له خلکو سره د پاکستان د ولس د کلک ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د اسلام آباد د واضح دریځونو قدردانی وکړ، دغه راز یې په غزه کې د صهیونیسټي جنایتونو د دوام د مخنیوی لپاره د اسلامي هېوادونو پیوستون یوه اساسي اړتیا وبلله.

مخبر د پاکستان د حکومت او ملت لخوا د شهید سید ابراهیم رئیسي  او د هغه د نورو ملګرو د درناوۍ مراسمو ترسره کېدو ته په اشارې سره وویل:  د اسلامي نړۍ په ډیرو مسائلو په تیره بیا د فلسطین، غزې او نورو نړیوالو مسائلو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان ګډ نظر لري او دغه موضوع د خبرو اترو لپاره او په ټولو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه سرچینه ګڼل کېدای شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ولسمشر د تهران او اسلام آباد ترمېنځ د دوه اړخیزو ملګرتیاو په کتنه کې څرګنده کړه: له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د لېږدولو د پایپ لاین د ستراتیژیک تړون په شمول د دواړو هېوادونو ترمینځ د پاتې شویو موافقو د اجرا او د دې موافقې د عملي کولو په لاره کې د خنډونو د لرې کولو لپاره ایران بشپړ همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستان لومړی وزیر د ایران دولت او ملت ته د نیکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ، د شهید سید ابراهیم رئیسي د یاد د نمانځنې درناوی او د فلسطین او غزې د مظلو خلکو څخه ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د مرحوم ولسمشر د نه بدلیدونکي ملاتړ یادونه وکړه.

هغه دغه راز د ایران او پاکستان اړیکې اوږدمهاله، تاریخي او د ژورو کلتوري او مذهبي مشترکاتو پر بنسټ ولاړې وبللې او له ایران سره یې د اړیکو په ټینګولو او په ځانګړې توګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې په دوه طرفه همکارۍ ټینګار وکړ.

 

ټیګونه