Jun 17, 2024 07:50 Asia/Kabul
  • د ایران قضايي چارواکي: د بریکس غونډه د حقوقي او قضايي مسایلو په برخه کې د همکارۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي

د ايران د سترې محکمې رئيس هيله څرګنده کړه چې د بريکس د غړو هېوادونو حقوقي او قضايي غونډې به د حقوقي او قضايي مسايلو په برخه کې د همکارۍ په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت دوه عالي رتبه قضایي پلاوي چې مشري یې د دې هېواد د سترې محکمې مشر او لوی څارنوال کوي، د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د قضایي او حقوقي جلا غونډو کې د ګډون په موخه د روسیې سنپترزبورګ او سوچې ښارونو ته تللي.

د ایران د سترې محکمې د مشر حجت الاسلام "محمد جعفر منتظري" په مشرۍ د ایران د عالي رتبه قضايي پلاوي غړي او د لوی څارنوال حجت الاسلام محمد موحدي په مشرۍ د لویې څارنوالۍ پلاوي غړو ته د مسکو د شیرمیتووا هوايي ډګر کې د روسیې د قضایي چارواکو د ایران د سفارت ډیپلوماتانو له لورې هر کلی وویل شو.

د ایران د سترې محکمې مشر حجت الاسلام "محمد جعفر منتظري"، د بریکس په ډله کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي غړیتوب او د شانګهای تړون ته په اشارې سره وویل، د حقوقي او قضايي مسايلو په برخه کې له روسيې او ځينو هېوادونو سره چې اوس د بريکس او شانګهای غړي دي، څو غونډې شوې او دغه غونډې به دوام وکړي.

حجت الاسلام منتظري زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د برکس ډلې له غړیتوب وروسته د سترې محکمې د مشرانو لومړۍ رسمي غونډه د لسو غړو هیوادونو ترمینځ د حقوقي او قضايي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره ښه فرصت دی.

د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام موحدي آزاد هم وویل، په برکس ډله کې د ایران د اسلامي جمهوریت غړیتوب کولای شي د دغې ډلې له نورو غړو هېوادونو سره د عدلي او حقوقي همکاریو په کچه کې بدلون راولي، ځکه چې برکس یو اقتصادي سازمان دی.

په دې غونډه کې به په غړو هېوادونو کې د پانګوالو لپاره د حقوقي او قضايي خوندیتوب پر څرنګوالي خبرې وشي.

 

ټیګونه